د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه  


په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد وویل چې افغانستان لا هم د پولیو له ګواښ سره لاس او ګریوان دی.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر، ډاکټر قلندر عباد وویل چې افغانستان لا هم د پولیو له ګواښ سره لاس او ګریوان دی.

د ارزونې په یاده غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي دي چې پولیو ناروغي لا هم د افغانستان لپاره لوی ګواښ دی او ټولو اړوندو بنسټونو سره به په همغږۍ کار وکړي ترڅو روان کال کې ګوزڼ محوه کړي.

په دې غونډه کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد وویل چې افغانستان لا هم د پولیو له ګواښ سره لاس او ګریوان دی.

ښاغلي عباد همدارنګه زیاتوي چې د پولیو سره د مبارزې ګڼو ادرسونو سره یې ناستې او بحثونه کړي تر څو د پولیو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لاسنیوی وکړي.

د عامې روغتیا وزارت لخوا رسنیو سره په دې تړاو شریکه شوی اعلامیه کې د سرپرست وزیر خبرې داسې ذکر شوي: "د اسلامي امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره موږ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ زیږدیز کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ يواځې اته مثبتې پېښې لرلې چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده."

ښاغلي قلندر عباد همداراز ویلي، موږ ژمن یو چې د هېواد ګوټ ګوټ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ د هېواد ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین رسولو کې مرسته وکړو څو په هېواد کې په بشپړ ډول د پولیو ویروسي ناروغۍ له مینځه یوسو او د دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.

په دې اعلامیه کې د عامې روغتیا وزیر له قوله راغلي: "موږ ته ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پولیو ناروغۍ د له مینځه وړلو او کنټرول لپاره وروستی کال دی. روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پلان کې لري چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هېواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي."

د ارزونې او همغږي په یاده غونډه کې د پولیو ادارې استازو د نړیوال روغتیایي سازمان استازو او ګنو روغتیا پالانو شتون درلودو او ټولو د پولیو سره مبارزه د زرګونو هغه ماشومانو د ژوند ژغورولو یواځينۍ لار یاده کړه چې د پولیو د ثبت شوو پېښو په سیمو کې ژوند کوي.

په یاده غونډه کې له ولسي خلکو هم غوښتنه وشوه چې خپل ماشومان واکسین کړي ترڅو د ګوزڼ له مرګونې ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG