السوداني: په عراق کې د امريکا په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د شتون ختمولو ته هوډمن یم

د عراق صدراعظم شیاع السوداني

د عراق صدراعظم شیاع السوداني د جمعې په ورځ، جنوري ۵ (مرغومی ۱۵مه) وویل چې په پلازمینه بغداد کې د "امریکا په هوايي برید" کې د دغه هېواد د حشد الشعبي ملېشې ډلې د یو پوځي قوماندان د وژل کیدو وروسته، هغه په خپل هیواد کې د اسلامپالو سخت دريځو' پر ضد د نړیوال ائتلاف د حضور د پای ته رسیدو هوډ لري.

السوداني، چې په ایتلافي حکومت کې یې د ایران له پلوۍ څخه برخمن ګوندونه ونډه لري، په وروستیو اوونیو کې په پرله پسې توګه ویلي چې غواړي بهرني ځواکونه له عراق څخه ووځي.

خو هغه دا وروستۍ څرګندونې په داسې حال کړي چې د اسرائیل او حماس د نژدې درې میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې په عراق او منځني ختیځ کې سیمه ییز تاو تریخوالي په زیاتیدونکې توګه احساس کیږي.

په ورته وخت کې د عراق د حشد الشعبي ملېشې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په څلورمه (مرغومي ۱۴) وویل چې د دې ډلې یو پوځي قوماندان د "امریکا په هوايي برید" کې وژل شوی دی.

د حشد الشعبي ډلې یوې څانګې حرکت النجبا په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې "د بغداد لپاره [د حشد الشعبي] د عملیاتي قوماندان مرستیال مشتاق طالب السعیدي په یو برید کې چې هغه 'د متحده ایالاتو یو ظالمانه برید وباله' وژل شوی."

د حشد الشعبي د ملیشه ډلې دغه قوماندان دوه ورځې وروسته له هغه ووژل شو چې د حماس ډلې سیاسي مرستیال صالح العاروري د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیل په یو مشکوک برید کې ووژل شو.

بلخوا، واشنګټن د عراق په پلازمینه بغداد کې یاد برید د ځان څخه د دفاع عمل بللی ، پداسې حال کې چې د سوداني حکومت دا د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلاف لخوا د "ښکاره تیري" عمل بللی دی.

د جمعې په ورځ د عراق د صدر اعظم د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې،‌ السوداني "د نړیوال ائتلاف د حضور د پای ته رسولو په موخه پر (خپل) دریځ ټینګار کړی، "ځکه د دغه ائتلاف د حضور لپاره توجیهات پای ته رسیدلي."

خبرپاڼه کې د السوداني له قوله ویل شوي، چې پدې اړه به "خبرې اترې" ډیر ژر پیل شي چې د نړیوال ائتلاف د حضور پای ته رسولو لپاره کړنلاره وټاکي."

په عراق کې د امریکا او نور ائتلافي ځواکونه، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ضد د مبارزې په موخه ځای پر ځای شوي، د اکتوبر په اوومه د اسرائیل او د ایران له ملاتړ څخه د برخمنې حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل راهیسې پرې په سیمه کې منظم بریدونه کیږي.

واشنګټن وايي، د اکتوبر له نیمايي راهیسې په عراق او ګاونډي سوریه کې د دوی پر ځواکونو له سلو زیات بریدونه شوي دي.

د واشنګټن په وینا، د ایران پلوه "اسلامي مقاومت" ډلې په عراق کې د ډیری دغو بریدونه د ترسره کولو ادعا کړې ده.

همداراز د امریکا پوځ د اکتوبر له نیمایي راهیسې په عراق او سوریه کې پر مختلفو هدفونو باندې له سلو زیات بریدونه کړي دي. د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې په عراق او سوریه کې د امریکايي پوځیانو بریدونه د هغو وسله والو او سخت دریځو ډلو د بریدونو په ځواب کې دي چې د امریکا پوځي اډې یې په نښه کړي دي.

اوس مهال په عراق کې ۲۵۰۰ او په سوریه کې ۹۰۰ امریکايي پوځیان د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف د یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي.