اسرائیل د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۳ (لیندۍ۲۲) وویل چې په غزې کې یې د جګړې له پيل راهېسې ۱۱۵ سرتېري وژل شوي.
په تازه پېښې کې یې تېره ورځ د غزې په شمال کې ۱۰ سرتېري ووژل شول، په دوی کې یې دوه لوړ رتبه غړي دي. په یوه ورځ کې د ۱۰ سرتېرو وژل کېدل د اکتوبر له اوومې نېټې څخه راپدیخوا د اسرائیل لپاره تر ټولو ډېر پوځي تلفات دي.
د اسرائیل د پوځ ویاند دنیال هاګاري وویل: «تېر ماسپښین د ګولاني لیوا جنګیالي یوې ودانۍ ته داخل شول چې له شدیدې جګړې سره مخامخ شول او له ترهګرو سره وجنګېدل. د ژغورنې د ۶۶۹ لیوا نور ځواکونه او هوايي ځواک په ودانۍ برید وکړ چې تر سختو ډزو لاندې ګېر سرتېري وژغوري.»
یو بل اسرائیلي چارواکي وویل چې د غزې یوه ولسوالي «شجاعیه» د حماس قوي مرکز دی، چې ودانۍ په کې په پیچلي ډول له یو بل سره نښلول شوي او د وسلو ډیپوګانې هم په کې دي. وايي جګړه هم په دغو ودانیو کې شوې، چې څو ساعتونه روانه وه. اسرائيلي مقامات وايي چې په دغې ولسوالۍ کې تر دې دمه د حماس ۳۵۰ سرتېري وژل شويدي.
څو ورځې مخکې هم د اسرائيل پوځ اعلان وکړ، چې له حماس سر یې په جګړې کې دوه سرتېري ووژل شول چې یو یې د دغه هېواد د اضطراري کابینې د یو وزیر زوی و.
په همدې حال کې اسرائيل وايی چې په یوه ورځ کې یې په ۲۵۰ ځایونو (هدفونو) بریدونه کړي دي. د عملیاتو په مهال د اسرائیل د مقاماتو په وینا د دوو هغو کسانو مړي یې هم موندلي دي چې حماس د اکتوبر د اوومې نېټې بریدونو کې یرغمل کړيوو.
بل لوري ته د فلسطین په ولسي خلکو باندې د جګړې د بدو اغیزو د مخنیوي لپاره نړیوال فشارونه زیات شوي چې باید اوربند وشي. ملګرو ملتونو په عاجل ډول د اوربند غوښتنه کړې ده او د دغه سازمان ۷۵ فیصده غړو د دغې غوښتنې ننګه کړې ده.
خو د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ایلي کوهن یو دپلومات ته، چې اسرائيل ته په سفر تللی، ویلي چې «اسرائيل به د حماس په ضد جګړه روانه ساتي که نړیوالې مرستې وې او یا نه. په اوسني وضعیت کې اوربند د حماس ترهګر سازمان ته یوه ډالۍ ده چې بېرته راوګرځي او د اسرائيل خلک وګواښي».
حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، چې د اسرائیل په وینا ۱۲۰۰ کسان یې وژلي او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړي دي، چې یو شمېر یې په تېر اوربند کې خوشې شول.
په غزه کې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر دې دمه څه باندې ۱۸۶۰۰ کسان وژل شوي.
د دغه راپور ځینې معلومات د رویټرز خبري اژانس څخه اخیستل شوي.