دوي په داسې حال کې افغانستان ته ستنيږي، چې طالبانود نجونو پر زده کړو بنديز لګولی دی. دوی همدارنګه وايي، چې دوي د يو نامعلومه راتلونکي په لور روان دي.
افغانستان ته ستنيدونکې کورنۍ چې ځوانان يي زده کړې په نيمايي کې پريږدي
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان اصلی اوسیدونکی عبدالباسط چې د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته یې غوښتل دکتورا ترلاسه کړي، خو په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله، نه یواځې هغه، بلکې وروڼه او خويندې يي هم خپلې زده کړې په نيمايي کې پريښودلو ته اړ شوي دي.