کرکټ نړیوال جام؛ هالنډ جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

هالنډ تر دې دمه درې لوبې کړې او یوه ګټلې ده

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د هالنډ لوبډلې د جنوبي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا په روان نړویال جام کې د جنوبي افریقا لومړۍ ماتې او د هالنډ لومړی بری و.

افریقا خپلې لومړۍ دوې لوبې ګټلې او هالنډ بایللې وې.

د سه شنبې د ورځې اکتوبر ۱۷ (تلې۲۴) دا لوبه د باران له کبله ناوختi پیل شوه او په همدې اساس د ۵۰ اورونو لوبه ۴۳ ته کمه شوه. لوبه د هند په درمشالا کې وه.

د هالنډ لوبډلې د کپتان سکاټ ایډواردز د ۷۸ منډو په مرسته جنوبي افریقا ته د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه،‌ چې افریقا دا هدف پوره نشو کړی او لوبه یې وبایلله.

د جنوبي افریقا ټوله لوبډله په ۲۰۷ منډو وسوځېدله. تر ټولو ډېرې ۴۰ مهاراج وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی د هالنډ کپتان شو.

سبا چهارشنبه په نړیوال جام کې د افغانستان او نیوزلنډ ترمنځ لوبه ده. افغانستان د یکشنبې په ورځ انګلنډ ته ماتې ورکړه او نیوزلنډ خپلې درې واړه لوبې ګټلې دي.