طالبان: له ایران څخه د افغان کډوالو اجباري اېستل روان دي

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي د ایران حکومت د افغان کډوالو اجباري ایستلو ته دوام ورکړی او په تیرې یوې اوږنۍ کې یې زرګونه افغان کډوال په زوره ایستلي دي.

دغه وزارت ویلي چې د روانې تلې میاشتې د ۱۲ مې څخه بیا د همدې میاشتې تر ۱۷ مې نېټې ۵۵۸۶ افغان کډوال په هرات کې د اسلام قلعه او نیمروز ولایتونو پر بندرونو افغانستان ته داخل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په وینا له دغو کډوالو څخه ۳۵۰۰ یې د ایران د پولیسو لخوا نیول شوي او بیرته یې خپل هیواد ته شړلي دي. دغه وزارت زیاته کړه چې ښځې او ماشومان هم پدې کډوالو کې شامل دي.

طالب چارواکو ویلي هغه یو شمېر کډوال چې په هرات او نیمروز ولایتونو کې هیواد ته داخل شوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان لخوا ورسره نغدي مرستې شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو متلونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کوی چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

تر دې مخکې د ایران د دولتي خبري اژانس ارنا ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا اروپایي هیوادونو ته د پنا اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په تېره اګست میاشت کې وویل چې ایران او ترکیه د نړیوالو قوانینو خلاف خپلو هیوادونو ته د افغان کډوالو د داخلیدو مخه نیسي.

دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي و چې یاد هیوادونه افغان کډوال په زور باسي چیرې چې هغوی د طالبانو په رژیم کې د مرګ تر کچې ګواښونو سره مخ دي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو په هغه هیواد کې مېشتو افغان کډوالو څخه غوښتي چې له دوی سره ځانونه ثبت کړی، د هغوی په وینا هغه کډوال چې قانوني اسناد ونلري او له دوی سره ځان هم نوي ثبت کړی د ایران له خاورې څخه ایستل کیږي.

د کډوالو ملاتړ نړیوالو بنسټونو د معلوماتو په اساس په افغانستان کې د تېر یو کال راپدېخوا د نظام تر بدلون وروسته په دغه هیواد کې د بېکارۍ د کچې زیاتوالي او اقتصادي بحران پراخېدو له امله له دغه هیواد څخه د ایران په ګډون ګڼو هیوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ بهیر زیات شوی دی.

خو طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته په بهر کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.