د ماشومانو د ساتنې سازمان (Save the Children) وايي، په افغانستان کې اقتصادي بحران او لسیزو جګړو د خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو پر رواني حالت ناوړه اغېز کړی دی.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ اکتوبر لسمه (تلې ۱۸) د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت خبر داری ورکړی چې په افغانستان کې د هر څلورو ماشومانو او پوخ عمره کسانو څخه یوازې یو تن یې د خپلې اړتیا وړ درملنه ترلاسه کوي او زیات شمېر یې نه رغیږي او د اوږد مهاله پایلو سره یې مخ کیږي.
په راپور کې راغلي: "ماشو مان له لوړ روحي او رواني فشار سره مخ دي، ځکه چې هغوی په افغانستان کې خرابترین وضعیت تحمل کوي. له هغوی څخه زیات د شپې وږې بیدیږي، ښوونځي خوشي کوي ترڅو د خپلو کورنیو لپاره کار وکړي، خپل دوستان یې د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي له امله لاسه ورکړي دي او د راتلونکي په اړه ډيره کمه تمه لري."
په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اټکل له مخې شاوخوا څلور میلیون او ۴۶۰زره ماشومان او د پاخه عمر کسان د رواني روغتیا ملاتړ او ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.
تازه څېړنې ښيي چې دا مهال یوازې شاوخوا یو میلیون ۳۰۹ زره کسانو درملنې ته لاس رسی پیدا کړی دی.
د ماشومانو د ملاتړ سازمان په راپور کې ویل شوي چې له هرو څلورو نجونو څخه یوه نجلۍ یې د ژور خپګان نښې لري او له دریو څخه دوو هلکانو هم ورته ویلي چې منفي احساسات او له هغه جملې څخه ژور خپګان او غمجن احساسات زیات لري.
د ژور خپګان لامل د کورنیو په وینا اقتصادي ستونزې، د امکاناتو نشتوالی او روغتیايي خدماتو ته نه لاس رسئ بلل شوی.
د ما شومانو د ساتنې سازمان د دې ترڅنګ ویلي په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې کمې شوي، خو په خبره یې هغه ماشومان چې په تیرو جګړو کې خپل پلرونه له لاسه ورکړي، بیا هم له رواني پلوه کړیږي.
دغه سازمان همدانګه ویلي چې د طالبانو حکومت لخوا تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو بندېدو هم د نجونو پر روانې حالت ناوړه اغېز کړی دی. په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د محدودیتونو له امله «زیاتې نجونې له ښوونځيو ته له تګ، ټولنې، پارکونو او مغازو ته» له تګ څخه بندې شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې ځينې نجونې د اقتصادي ستونزو له امله په کم عمر کې واده ته اړ کړای شوي دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان سرپرست نوار حسنین ویلي: "د افغانستان اوسنی بحران ماشومان په مطلق توګه له ذهني او عطفي محدودیتونو سره مخ کوي. هغه څه چې دغه ماشومان یې تجربه کوي ماین چاودنې، او د خپلو خویندو او وروڼو مرګونه، لوږه، له ښوونځي څخه محرمیت تجربه کوي. له خپلو والدینو څخه بېلوالی د هغوی پر رواني روغتیا اساسي اغېز کوي."
د ماشومانو د ساتنې سازمان د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، که چیري د ماشومانو د درملنې لپاره امکانات هغوی ته ورنکړل شي کېدای شي د اوږد مهال لپاره به د هغوی پر رواني حالت ناوړ اغېزه وکړي.
نړیوالې شمېرې
د یو نړیوال راپور له مخې، شاوخوا یو میلیون کسان په رواني ناروغۍ اخته دي. دوی له دې کبله سخت رنځ ګالي ځکه چې دغه ناروغي ورته یو ډول عیب ښکاري.
د راپور یو لیکوال او په لندن کې د پوهنتون استاد ګراهم تورېنکروفت وویل: "دا یو تناقض دی، چې ولې موږ باید پدې اړه له خبرو کولو نه ډډه وکړو. دا ځکه چې اکثره خلک پدې فکر دي چې پدې ناروغۍ اخته کسان سم ندي. د بیلګې په توګه دوی په ناعادلانه ډول رواني ناروغي او تاوتریخوالي سره تړي. دوی ګمان کوي هغه خلک چې رواني ناروغي لري د اعتماد وړ نه دي، د ژوند ښه شریکان نه دي او یا ښه همکاران نه دي."
ددغه نړیوال راپور موندنې به نن د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې د ملکرو ملتونو په یوه غونډه کې وڅېړل شي. په هېڅ هېواد کې داسې کوم امکانات نشته چې له مخې یې خلک د رواني ناروغیو له کبله خپل درد او غم له نورو سره شریک کړي.
ښاغلی تورېنکروفت پر رواني روغتیا د کرونا وبا د اغیزې په اړه وویل: "یقیناً چې د کرونا وبا په لومړي کال کې د رواني ناروغانو شمېر زیات شو او موږ پوهېږو چې د پریشانيو او خپګان اندازه په هغو هېوادونو کې چې کرونا ځپلي وو درې چنده زیاته شوې ده."
د ژور خپګان لامل د کورنیو په وینا اقتصادي ستونزې، د امکاناتو نشتوالی او روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسی بلل شوی دی.
څېړونکي وایي، په هغو هېوادونو کې چې بېوزلي ډېره وي، ورسره د رواني ناروغانو د درملنې امکانات هم کم وي.