د آسټن له اسیر کیدو ۱۰ کاله وروسته، ددغه خبریال کورنۍ اوس هم هیله من ده

په ۲۰۱۱ میلادي‌ کال کې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل څخه، ګڼ شمیر خبریالان د تندلارو ډلو او د سوریې د دولت له خوا په نښه شول چې د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې په وینا، ددغو نیولو شویو خبریالانو همکاران او خپلوان، د هغوی په اړه هیڅ معلومات نلري.

د امریکا غږ خبریالان سروان کجو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د آزاد امریکایي خبریال آسټن ټایس سره چې غوښتل یې د راپور جوړیدو لپاره سوریې ته ولاړ شي، ولیدل.

ټایس سوریې ته له تګ څو میاشتې وروسته په دمشق کې د پلټنې په یوې پوسته کې لادرکه شو، د هغه له نیول کیدو پنځه اوونۍ وروسته د هغه یوه لنډه ویډیو خپره شوه چې سترګې یې تړلي وې. له دې مودې راوروسته د هغه کورنۍ او ملګرو تر اوسه د هغه په اړه بل څه ندي اوریدلي.

د هغه کورنۍ په دې باور ده چې نوموړی اوس هم ژوندی او اسیر دی. د ټایس کورنۍ تیره یوه لسیزه د هغه د ستنیدو په هڅو تیره کړیده.

د امریکا غږ خبریال سروان وایي چې د آسټن له سفر څه موده وړاندې له هغه سره په واشنګټن کې آشنا شو او هغه د سوریې جګړې له نږدې څارلې او غوښتل یې چې د راپور جوړولو لپاره هلته ولاړ شي.

سروان زیاته کړه کله چې اسټن د سوریې په اړه خبري کولې ډیر احساساتي شوی وو.

آسټن د سوریې د راپور ورکولو په سیستم په انتقاد سره وویل:" هغوی نه پوهیږي. هغوی دا جګړه په یو چوکاټ کې نه راولي. هغوی په موثر شکل د هغو کسانو غږ نه خپروي چې د جګړې تر تاثیر لاندې راغلي‌ دي."

د آسټن د نیول کیدو د پلټنې د پوستې او د خپرې شوې ویډیو د آی پي آدرس د معلوماتو له مخې، امریکایي چارواکي او د هغه کورنۍ په دې باور ده چې نوموړی په سوریه کې ساتل کیږي.

هیڅ وسله والې یا افراطي ډلې د آسټن د درلودلو ادعا نه کړې او په داسې حال کې چې د اسد حکومت په علني شکل د هغه د درلودلو اعتراف ندی کړی، خو هغه کسان چې په دولت کې له دې قضیې سره بلد دي، د آسټن د موندلو او د هغه د ستنیدو په اړه له چارواکو سره ملاقات ته لیوال دي.

د آسټن کورنۍ او ملاتړي تر اوسه په دې فرض سره چې نوموړی ژوندی دی خپلو هڅو ته دوام ورکړی او ویلي دي چې له آسټن څخه ملاتړ یوه مبارزه ده.

ډبرا او مارک ټایس چې د آسټن مور او پلار دي په تیرو لسو کلونو کې هڅه کړېده، حتی په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د آسټن مور ۸۳ ورځې د خپل زوی د موندلو لپاره په دمشق کې تیرې کړې.

هغه نغواړي چې خپله هیله له لاسه ورکړي او حتی اوس هم له سوریې څخه ‌په هغه خطرناک وخت کې د راپور ورکولو په اړه د خپل زوی له پریکړې ملاتړ کوي.

هغه وایي:" پوهیږئ، کله چې "اسټن" وویل غواړم سوریې ته ولاړ شم، زړه مې ودرزید. خو پوهیدم چې غواړي ولاړ شي. ما تل خپل ټول اولادونه تشویق کړي چې پخپله خپله لار غوره کړي خو دا هغه څه وو چې ما بیا پرې فکر کړی دی."

آسټن له خبریالۍ مخکې د امریکا په سمندري ځواکونو کې خدمت کړی او افغانستان او عراق ته هم تللی دی. نوموړی په هغه وخت کې د ۳۱ کلونو وو.

مور یې وویل:" هغه هلته "سوریې" ته ولاړ څو د عادي خلکو داستان چې په سوریه کې د نښتو تر تاثیر لاندې دي، رابرسیره کړي."

آسټن د ۲۰۱۲ میلادي کال له مې میاشتې څخه بیا د نیول کیدو تر وخته د سوریې د جګړو په اړه د مک کلاجي او واشنګټن پست په ګډون یو شمیر رسنیو راپورونه ورکول او یو شمیر جایزې یې هم ترلاسه کړې چې په غیابت کې یې ورکړل شوې.

خو آسټن په داسې یو وخت کې له راپور ورکولو سره مینه پیدا شوه چې په سوریه کې د خبریالانو لپاره وضعیت ډیر خراب وو.

د سوریې ځواکونو د ۲۰۱۲ میلادي کال په فبروري میاشت کې د بریټانیا د سنډې ټایمز خبریال ماري کول ون او ازاد فرانسوی خبریال رمی اوکلک ووژل او په نومبر میاشت کې جیمز فولي‌او جان کنتلي وتښتول شول.

وروسته بیا داعش جیمز فولي او څو نور خبرنګاران او یو شمیر امریکایي، بریټانوي او جاپانی مرسته رسونکي ووژل. د جان کنتلي برخلیک چې مجبور شوی وو په تبلیغاتي فلمونو کې ظاهر شي، د آسټن په شان نامعلوم دی.

متحدو ایالتونو تل د آسټن د پیدا کیدو او آزادۍ لپاره هڅه کړې ده. په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت دوو جګپوړو چارواکو سوریې ته سفر وکړ او د ۲۰۲۲ میلادي کال په مې میاشت کې د برمته کیدنو په چارو کې د امریکا د جمهور رئیس جوبایډن ځانګړي استازي راجر کارسټنز او د لبنان د استخباراتو رئیس له سوریې سره د خبرو د بیا پیل په اړه خبرې پیل کړې.

امریکایي خبریالان او د اسټن پخواني همکاران هم د هغه د کورنۍ له هڅو سره یوځای شوي دي. د مطبوعاتو د ملي کلب اجرایوي مدیر بل مک کارن ددې قضیې د ژوندي پاتې کیدو ژمنه کړېده.

د اګست په څوارلسمه له خپلې کورنۍ سره د آسټن د وروستي تماس لس کاله پوره کیږي. مور یې هیله منه ده چې نوموړی یو ځل بیا له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

هغې وویل:"کله چې آسټن کور ته راشي، ډیر انتخابونه به ولري او زه یوازې وینم چې هغه څنګه بیا خپل مسیر ټاکي... زه له هغه څخه په هر کار کې چې پریکړه وکړي ملاتړ کوم."