نن په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ وه

د طالبانو حکومت د اعلان سره سم نن یکشنبه مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

افغانانو نن یکشنبه د کابل په ګډون د افغانستان ټولو ولایتونو کې د اختر لمونځ په ادا کولو سره د اختر پيل کړ.

د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ارګ په جومات کې د کوچني اختر لمونځ تر ادا کولو وروسته ویلي چې په افغانستان کې سږنی اختر د سولې او ټولنیز امنیت سره راغلی دی.

ځینو طالب چارواکو ویلي چې د کندهار ولایت لویه عیدګاه کې د طالبانو د رهبر هبت الله اخندزاده پیغام خپور شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کندهار ولایت په لویه عیدګاه کې د کوچني اختر لمونځ د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخندزاده په امامت ادا شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې تیره شپه ناوخته اعلان وکړ چې سبا یکشنبه په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده. د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم مطبوعاتو ته وویل چې په کندهار، فراه، زابل، هلمد او غور ولایتونو کې د ۲۷ کسانو لخوا د شوال میاشت لیدل شوې ده.

دا په داسې حال کیده چې تیره ورځ د سعودي عربستان د هلال کمېټې وویل چې په سعودي کې تیره ورځ د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او نن یکشنبه یې روژه او سبا دوشنبه یې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

له معمول سره سم مخکې د افغانستان حکومتونو د سعودي په اعلان روژه او اختر کوئ.

بلخوا په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) او د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي ویلې ده.

یوناما افغانانو ته د کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پیغام کې ویلي"د ۲۰۲۲ کال د کوچني اختر په مناسبت، موږ له ټولو افغانانو سره چې د ثبات، تلپاتې سولې او د یوه سوکاله راتلونکي په لټه کې دي د شریک او ملاتړي پاتې کیدو ژمنه کوو."