آیا د طالبانو پر ضد د مقاومت جبهې د ودې او زیاتیدو په حال کې دي؟

په افغانستان کې د جګړې د فصل په پیل سره داسې ښکاري چې په ډیرو برخو کې د طالبانو پر ضد د مقاومت وړې ډلې پیدا شوې.

د مقاومت کابو نیمې ډلې چې له دې وړاندې چا نه پيژندلې، په تیرو اوونیو کې یې د موجودیت اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د طالبانو په وړاندې د ملي مقاومت د یوازینۍ جبهې تر څنګ ودریږي.

کارپوهان په دې نظر دي چې دا تحول او همدارنګه د داعش یا د اسلامي دولت د ترهګرې ډلې د بریدونو زیاتوالی کولی شي له اتو میاشتو وروسته پر افغانستان د طالبانو واکمني تهدید کړي.

څیړونکو چې دغه ډلې مطالعه کړي وایي په داسې حال کې چې ددغو ټولو ډلو هدف د طالبانو د حکومت ړنګول دي، خو د نه همغږۍ او نه یووالي له امله مشکلاتو سره مخ دي.

د جګړې د مطالعاتو په موسسه کې د افغانستان د چارو څیړونکی پیتر میلز چې تازه یې د طالبانو ضد ډلو په اړه یوه څیړنه خپره کړې ویلي:" ددې لپاره چې دا ډلې وکړای شي د طالبانو له حکومت سره په رقابت کې برخلیک ټاکونکی تاثیر ولري، ډیرې همغږۍ او وحدت ته ضرورت لري."

د څیړنې او تحلیل په یو غیر انتفاعي سازمان کې د تهدیداتو او ننګونو سره د مقابلې د پروګرام مدیر جانتن شروډن وایي چې ددې ډلو ترمنځ نه همغږي ددې لامل شوې چې یادې ډلې تر اوسه ندي توانیدلي د مقاومت یو پراخ غورځنګ رامنځ ته کړي.

ښاغلي شروډن زیاته کړه:" په دې ډول هغوی په مجموع کې د قابلیتونو ټیته سطحه ساتي."

خو د همغږی نشتون یوازې د ضعف نقطه نده چې پر یوه موثر جنګي ځواک د هغوی په بدلیدو تاثیر وکړي. دا ډلې ډیرو امکاناتو په خاص ډول بهرني‌ ملاتړ ته ضرورت لري.

د ۱۹۹۰ لسیزې برخلاف کوم چې په هغه وخت کې روسیې، ایران ، هند او ټولو اړخونو د طالبانو پر ضد د شمال د ائتلاف ملاتړ کاوه، تراوسه هیڅ هیواد د یادو ډلو ملاتړ ته مخه نده کړې. د ښاغلي شرډون په وینا، په لنډ وخت کې به دا ډلې احتمالا ونشي‌ کړای له وړو سر خوږیو پرته طالبانو ته کوم خڼد رامنځ ته کړي.

طالبانو په خپل وار کله چې په سپټمبر میاشت کې د ملي مقاومت جبهه له پنجشیر څخه وایستله، دا ډلې تر ډیره د مخالفانو د تبلیغاتو په توګه له پامه غورځولې ده.

خو کارپوهان وایي چې پاڅونونه کولی شي کلونه دوام وکړي او هغه څه چې نن ورځ ممکن د یادو ډلو وړه مجموعه ده، په یوه تمام عیار او خونړی پاڅون باندې واوړي.

د طالبانو ضد ډلې څوک دي؟

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه

د طالبانو پر ضد د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه تر ټولو لویه جبهه ده چې د ښاغلي میلز په وینا څو زره جنګیالي لري.

دا ډله د پنجشیر په دره کې چې اصلي مرکز یې ګڼل کیږي، پر فعالیت سربیره، د اندراب په دره کې هم د اندراب د مقاومت د جبهې په نوم چې د سیمه ایزو قومندانانو په مشرۍ وړې ډلې دي، د احمد مسعود په ملاتړ، فعالیت کوي.

میلز وویل دا دوه جبهې کله ناکله متقابل تعامل لري.

هغه زیاته کړه:"د بیګلې په ډول، موږ پوهیږو چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د اندراب د مقاومت له جبهې ملاتړ کوي او جنګیالي ور استوي څو په اندراب کې جګړه وکړي."

د افغانستان د ملي مقامومت جبهه ادعا کوي چې د پنجشیر او بغلان په ګډون لږ تر لږه د افغانستان په ۱۰ ولایتو کې فعالیت کوي.

د مقاومت د جبهې ویاند علي میثم نظري د افغانستان له نړیوالې راډیو سره چې په لندن کې ده په مرکه کې ادعا وکړه چې طالبان په"پنجشیر، اندراب او د هندوکش په نورو غرنیو سیمو کې له مکررو ماتو سره مخ شوي‌ دي."

په داسې حال کې چې نشي‌ کیدای دغه ادعاوي په مستقل ډول تائید شي، ښاغلي میلز وویل چې د ملي مقاومت جبهې ښکاره کړې ده "هغوی کولی په بغلان، تخار، پنجشیر او د بدخشان یو شمیر غرنۍ سیمې او درې وساتي."

د افغانستان د آزادۍ جبهه

دغې ډلې د مارچ میاشتې په ۱۱ نیټه پر ټویټر او فیسبوک د "اشغال څخه د هیواد د آزادۍ د مبارزې" لپاره د موجودیت اعلان وکړ.

دې ګوند خپل رهبر ندی څرګند کړی خو وروستي راپورونه ښکاره کوي چې د افغانستان پخوانی دفاع وزیر او لوی درستیز یاسین ضیا ددې جبهې یو رهبر دی.

دې جبهې په وروستیو اوونیو کې ادعا کړې چې په بدخشان او کندهار ولایتونو کې یې پر طالبانو څو بریدونه کړي دي او د شپې له خوا د نښتو ویډیو ګانې یې د سند په توګه خپرې کړي دي.

میلز وویل، په داسې حال کې چې د شپې له خوا د ویډیوګانو تائید ساده کار ندی" موږ پوهیږو حد اقل یو شمیر دغه بریدونه چې ادعا یې کیږي واقعي دي."

د افغانستان د آزادۍ ملي اسلامي تحریک

دغې ډلې د افغانستان د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو د پخواني قومندان عبدالمتین سلیمانخیل په مشري د فبروري په ۱۶ نیټه د موجودیت اعلان وکړ او ګمان کیږي چې دا ډله تر ډیره د طالبانو ضد د پښتنو مخالفه ډله ده. سلیمانخیل ویلي دي چې دا ډله یې د افغانستان د پخواني پوځ د غړو د اعدامونو او صحرایي محکمو په غبرګون کې جوړه کړې. نوموړي د طالبانو عفوه درواغ بللې ده.

سلیمانخیل د اپریل په ۱۳ نیټه د افغانستان له نړیوال ټلویزیون سره په مرکه کې ادعا کړې چې دا ډله د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې نظامي او سیاسي فعالیت لري، هغه ادعا چې شنونکو پرې شک کړی. نوموړي د امنیتي دلایلو له امله د خپلې ډلې د غړو له بیان څخه ډډه وکړه.

دې ډلې په خپل اصلي ټاټوبي ننګرهار ولایت کې د څو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی خو ددې بریدونو په اړه لږ شواهد وړاندې شوي دي.

په داسې حال کې چې په هلمند کې د طالبانو د یوه قومندان د وژلو په اړه ددې ډلې ادعاوي معتبرې معلومیږي، خو ښاغلي میلز وویل" داسې ښکاري چې د هغوی واقعي توانایي به محدوده وي."

نورې ډلې

په وروستیو اوونیو کې د طالبانو ضد وړې ډلې چې د بلخ د پخواني ‌والي عطا محمد نور پورې تړلي دي په یو لړ ویډیو ګانو کې چې ظاهرا د افغانستان په شمال کې اخیستل شوي، راڅرګندې شوي دي.

په یوې وروستۍ ویډیو کې څو وسله وال کسان چې په مخونو یې نقاب دی او ځانونه د "مقاومت د عالي شورا" غړي معرفي کوي، ځانونه د نور پورې تړلي بولي. وروسته دغه کسان ګواښ کوي چې د نور څخه د امر د ترلاسه کیدو په صورت کې چریکي جګړې پیلوي.

په وروستي مورد کې طالبانو ویلي دي چې په مزار شریف ښار کې عطا محمد نور ته د نږدې کسانو او طالبانو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته تلفات اوښتي‌ دي.

نورو ډلو چې په وروستیو اوونیو کې خپلې هڅې علني کړي او د هغوی د رهبري‌ او توانایي په اړه لږ معلومات شته، د سپاه آزادي، د افغانستان د آزادۍ جبهه، د هزارستان سرتیري او د دیموکراسۍ او آزادۍ جبهې یادیدلی شي.