په ارزګان کې کوکنار نیښ وهلو ته نیږدې شوي دي 

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو مشر په یو تازه فرمان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ، خو دا پداسې حال کې دي چې د ارزګان په ډیرو سیمو کې کوکنار نیښ وهلو ته نیږدې شوي او کروندګر وايي، چې حاصل ټولولو ته یې څو ورځې پاتې دي. 

د طالبانو مشر په یو تازه فرمان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ، خو دا پداسې حال کې دي چې د ارزګان په ډیرو سیمو کې کوکنار نیښ وهلو ته نیږدې شوي او کروندګر وايي، چې حاصل ټولولو ته یې څو ورځې پاتې دي.

د اروزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ یو کروندګر بورجان وايي، چې د دوی په سیمو کې کوکنار نور رسیدلي او د حاصل ټولولو وخت یې دی.

بورجان وویل: "...د روژې شپږ ورځې چې تیرې سي، مونږه دلته نیش وهو. ګټه هغه سړی اخیستلی شي، چې سرمایه داره وي".

بورجان وايي، چې په تیر حکومت کې د دوی په سیمه کې د تاریاکو کښت بند و او اوس چې حکومت اوښتی دوی ته د کښت په اړه څه ندي ویل شوي. هغه وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د بدیل معشیت هیڅ راز مرسته نده ترلاسه کړې.

بورجان وايي: ”مخکې چې حکومت و، دلته تاریاک بند وو. اوس چې حکومت واوښته، یو شتمن سړي دا ځمکه نیولې ده. هیندارې هغه رانیولې وې زمونږ د لاس خواري ده. مونږ ته یې دا کښت راکړی دی".

هغه وايي، د کوکنارو اکثره کروندګر قرضداره وي او ترهغو د قرضداره لحاظ کیږي، چې د کوکنارو حاصل ټول کړي.

نه یوازې په ارزګان بلکې د افغانستان په سویل کې سږ کال په پراخه کچه د کوکنارو کښت شوی دی. طالبانو تازه د کوکنارو کښت بند کړی او تر اوسه څرګنده نده چې ددغو کروندګرو سره به څه چلند کیږي.