د بلوچستان په چمن ښار کې په یوې چاودنه کې د جمعیت العلما اسلام ځای مشر ملا محمد حنیف په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ کسان ټپيان دي.
د چارواکو په وینا چاودیدونکي توکي په موټر سایکل کې ځای په ځای شوي و چې هدف یې ملا محمد حنیف و.
په چاودنه کې ټپيان شوی کسان د چمن سیمه ایز روغتون ته لیږدول شوي دي چې د یوه کس روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
په چمن دا چاودنه په داهسې وخت شوې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې روانې دي.
د بلوچستان اعلی وزیرجام کمال او د جمعیت العلما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د نننۍ بمي چاودنې غندنه کړې.
تراوسه د چاودنې مسولیت چا په غاړه اخیستی نه دی.