ایران روان کال تر یونیم لک زیات افغان کډوال ایستلي ـ راپور

افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته د بېرته راتګ پرمهال

د کډوالۍ نړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې څخه تر دامهاله له ایران څخه ۳ لکه۱۵ زره ۳۴۳ تنه افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې د یادو کډوالو تر نیمايي زیاته برخه یې په زوره له ایران څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان نن جمعه د «سپټمبر پر۱۳مه» پخپل راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له پیل څخه بیا تر دا مهاله یولک ۳۷زره ۹۰۷ افغان کډوال له ایران څخه په داوطلب او یولک ۷۷زره ۴۳۶ تنه یې په زوره خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د «IOM» راپور وايي، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا د یادې میاشتې تر۷مې نېتې۱۱زره۲۶۳ افغان کډوال له ایران څخه ایستل شوي، چې ۴۶۵۸ تنه یې په داوطلب او ۶۶۰۶ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو په ایستلو کې پر داسې مهال زیاتوالي راځي چې د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په وینا پر ایران د امریکا وروستیو اقتصادي بندیزونو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني تومن ټيټېدو په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.

دغه وزارت مخکې هم امریکا غږ ته ویلي و چې روان کال تر ټولو زیات افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همدارنګه ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه تر دا مهاله له پاکستان څخه هم ۱۵زره ۳۴۳تنه افغان کډول وتلي، چې ۱۲زره ۹۰۸ تنه په خپله خوښه او ۲۴۳۵ تنه یې په زوره ایستل شوي دي.

د یاد راپور له مخې همدارنګه په دغه کال کې له اروپايي هېوادونو هم ۱۳۲۴ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي چې ۵۸۲ یې د «IOM» په ملاتړ او پاتې ۷۴۲ یې د دغه سازمان له ملاتړ پرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د دغه سازمان په راپور کې ترکیه هم تر ایران او پاکستان وروسته دریم هېواد بلل شوی چې په روان کال کې ۱۰زه ۶۴۰افغان کډوال ورڅخه هېواد ته ستانه شوي چې ۴۰۱ تنه یې پخپله خوښه اوپاتې ۱۰زره ۲۳۹ یې په زور ایستل شوي دي.

یاد راپور همدارنګه وايي، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړي نېټې څخه بیا د یادې میاشتې تر اومې نېټې ۵۵ افغان کډوال له اروپايي هېوادونو ایستل شوي چې، ۹ تنه یې د «IOM»په مرسته او پاتې ۴۶ یې په زور سره ایستل شوي دي.