د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې د پلټنو تر بشپړیدلو دمخه، نغواړي چې پاکستان د کندهار ولایت د پولیسو د پخواني مشر جنرال عبدالرازق په وژلو کې ګرم وبولي. د ولسمشر غني د ملي امنیت د سلاکار په توګه تر ګمارل کیدلو وروسته، پخپلې لمړنۍ مرکې کې ښاغلي محب امریکاغږ ته وویل چې د جنرال رازق د وژنې په هکله پلټنې به ډیر ژر بشپړې شي او د دې پیښې ټولې جزئیات به بربنډ شي.
جنرال عبدالرازق د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۸) په کندهار ښار کې د دغه ولایت د ملي امنیت له مشر سره یوځاې په ډزو ووژل شو. طالبانو د دغو دواړو افغان چارواکو د وژلو پړه منلې ده.
په دري ژبه پدې ځانګړې مرکې کې، ښاغلي محب دغه راز له طالبانو سره د سولې د بهیر او ولسمشر غني ته د نږدي ځینو چارواکو د ګوښه کیدلو په اړه خبرې کړي دي.
دري مرکه دلته ووینئ:
Your browser doesn’t support HTML5