نادیه پیرزاده په مهاجرت کې سیاسي مبارزه کوي

  • نوشابه آشنا

نادیه وایي ښه ټیم لري او د اکتوبر میاشتې ټاکنې به وګټي.

کاناډا هرکال ۲۵۰ زره مهاجرین قبلوي، پدې جمله کې یو شمیر افغانان هم شته، خو هغه أفغان کډوال چې لسیزې پخوا يي په کاناډا کې پناه اخستې، اوس د کاناډا د ایالتي رهبرۍ تر حده پورې د مبارزې چانس لري.

نادیه وایي د هر نژاد او مذهب خلکو ورسره همکاري پیله کړې ده.

په کانادا کې ميشتې افغانې ناديې پیرزاده د ښې کاري سابقې له مخې ځان کانديد کړې او باور لري چې بريالۍ به شي. میرمن پیرزاده وایي دوه عمده دلیله لري چې ناحیوي شورا ته کاندیده شوې ده. یو دا چې خپلې هغه هیلې پوره کړي چې په خپل جنګ ځپلي هیواد افغانستان کې ورته موقع نه وه مساعده، او بل د هغو افغان مهاجرینو دپاره ځانګړې پاملرنه وکړي چې په پیکرینک ناحیه کې اوسیږي.

د نادیې پیرزاده په کار او فعالیت د اشناتلویزیون همکارې نوشابې اشنا راپور جوړ کړې دلته يي لیدلې شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نادیه پیرزاده