د ای پي ایل جام د چینايي سپر کینگ ټیم وگاټه

د هند ستر تجارتي کرکټ لیگ چې د اپریل په اوومه نیټه پیل شوی و او د هند څوارلس ټیمونو ترمنځ قریب پنځوس ورځې دوام درلوده. د یکشنبې په ورځ په ممبي کرکټ میدان د هند د نامتو لوبغاړي مهندر سنگ دهوني په مشرۍ چینايي سپر کینگ په بري پای ته ورسید.

په فاینل لوبه کې د حیدر اباد ټیم چې د افغانستان ځوان لوبغاړی راشدخان او محمد نبي هم ورسره لوبیږي، مقابل ټیم ته د گټلو دپاره د ١٧٩ منډو هدف ورکړ. چې دا هدف ېې د واټسن د یوسلو اوولس منډو مټو نولسم اوور کې پوره کړ.

د چینايي سپر کینگ ټیم دا دریم ځل دی چې دا ای پي ایل جام گټي. د حیدراباد ټیم یو ځل گټلی .د تیر کال اتل ټیم ممبي اینډینز د سیالیو په لومړي پړاو کې وتلی و.

ځوان افغان لوبغاړی مجیب ځدران ای پي ایل کې د هندي فلمي ستورې پریټي زینټا په ټیم کې و.

د ای پي ایل په تیر کال او سږ کال سیالیو کې د افغانستان د کرکټ د مینه والو دپاره راشد خان او د مجیب ځدران شتون د توجو وړ و. راشد خان سږ کال هم د خپل ټیم دپاره ښه ولوبید او د فاینل پورې ېې را ورساو. مجیب ځدران په لومړي ځل ای پي ایل کې برخه واخیسته او په وولس کلنۍ کې ېې د نړۍ ستر لوبغاړي وسوزول.

د راشد خان د غوره لوبې په سبب په تیره یوه نیمه میاشت کې د کرکټ په نړۍ کې افغانستان په ډیر ښه نوم یاد شو .په ظاهره خو د ای پي ایل جام د دهوني ټیم گټلی او د مینه والو زړونه افغان لوبغاړو راشد خان او مجیب ځدران وگټل.