د ختیځې غوطې له ښاره په زرګونو محاصره خلک ووتل

د سوریې اردو دا عکس خپور کړې او وایي دمشق ته نژدې له محاصره سیمې په زرګونو خلک ووتل.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وایي په زرګونو هغه ملکي خلک چې د دولت ضد وسله والو لخوا د ختیځې غوطې په حموریه ناحیه کې محاصره شوي وو، د سوریې د حکومتي قواو د ورتلو سره، له سیمې وتښتیدل.

د څار د ډلې مشر رامی عبدالرحمان وویل دا د مشق خواته په محاصره سیمو د هغې ورځې وروسته ترټولو لوی شمیر خلکو وتل دي چې حکومتي قواو پکې د تیرې میاشتې راهیسې عملیات پیل کړل.

دا د غوطې ښار هغه اوسیدونکي دي چې د جګړې په ساحو بند پاتې شوي وو.

د سوریې ځواکونو نیمه شپه حموریه ناحیې یوه لاره خوشی کړه ترڅو محاصره خلک وکړې شي پلي او په موټرسائیکلونو له سیمې ووځي. ګڼ شمیر زخمیان او ناروغ خلک د همدې اونۍ په پیل کې ایستل شوي وو. د حمهوریه په سیمه کې میشت ولسونه د حکومتي ځواکونو د شدیدو عملیاتو له امله په دری ساحو کې تقسیم او د جنګ په میدان کې ګیر پاتی وو.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د پنجشنبې په ورځ (مارچ۱۶) وویل چې د مشترکو کمکونو کاروان د دمشق نه بهر په زرگونو بې ځایه شویو سوریايی کورنیو ته مرستی ورسولې.

دا کمیټه وایي د خیریه موادو دا کاروان چی پنځه ویشت لارۍ مال پکې دی، د ملګروملتونو او د سوریې د سره صلیب د اتحادیې له خوانه په گډه تنظیم شویدی. د سره صلیب نړیوالې کمیټې نن وویل چې دا کمکونه د بی وزلو خلکو لپاره کافي نه دي.