په کابل کې د انتقالي عدالت د همغږۍ په نوم یوه ډله وايي د جرمونو د نړیوالې محکمې (International Criminal court-ICC) سره يي د أفغان قربانیانو ۷۹۴ شکایتونه ثبت کړي چې او د افغانستان د جنګي مجرمونو د جرمونو د څیړنې لپاره د (آی.سي.سي) محکمې مداخله به په افغانستان کې د جنګي مجرمونو لپاره معافیت او مصونیت ختم کړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې د شویو جنګي جرمونو د څیړنې په تړاو راپور ورکړې چې د افغان قربانیانو د کورنیو ۷۹۴ د شکایتونو فورمې یي اخستي چې د جنګي جرمونو د عاملینو محاکمه کیدل او عدالت غواړي.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وايي سپارل شوي نژدې اته سوه شکایتونه د یو اشاریه اوولس ملیونه قربانیانو په استازیتوب شوي دي.
ددې ډلې یو غړي احمدشاه ستانکزي د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۰) په کابل کې خبریالانو ته وویل په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څیړنې هدف دادی چې د جرمونو د نړیوالې محکمې مداخله به په أفغانستان کې د نورو جنګي مجرمینو دپاره موجود معافیت او مصونیت لری کړي.
د ۲۰۱۷ کال د نومبر په میاشت کې د جرمونو د نړیوالې محکمې یوې څارنوالې د محکمې د قاضي وغوښتل چې د ۲۰۰۳ کال د مۍ د میاشتې را وروسته د افغانستان په جګړه کې د شویو جنګي جرمونو د څیړنې اجازه ورکړي. که څه هم د انتقالي عدالت غوښتونکي ددې محکمې دا دریځ ستايي، خو غوښتنه کوي چې د ۲۰۰۳ کال مخکې پيښ شویو جنګي جرمونو ته هم رسیده ګي وکړي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې د اصولي کاري طرز له مخې، هغه کسان چې وایي د أفغانستان په وضعیت کې د جنګړو له امله قرباني شوي دي، کولې شي خپل شکایتونه درج کړي. ددی پروسې دپاره یادې شوې محکمې د ۲۰۱۷ کال د نومبر د شلمې نیټې نه تر ۲۰۱۸ کال د جنوري تر ۳۱ پورې د شکایت ثبت کولو وخت ورکړې و. دا ثبت شوي شکایتونه د نړیوالې محکمې د قاضي او عدلیې مامورینو سره محفوظ دي، خو که قاضي وغواړي ددی صلاحیت لري چې د خپلې محکمې څارنوالانو ته يي ورکړي.
څه شی جنګي جرم بلل کیږي؟
د جرمونو د نړیوالې محکمې په وینا د بشریت ضد جرم کې هر هغه عمل او اقدام چې په عمدي او سیستماتیک ډول د ملکي خلکو پرضد شوی اوسي، جرم ګڼل کیږي. پدې کې قتل، اعدام، مریتوب، جبري تبعید او د سیمو شړل، بندي کول، شکنجه، جنسي تیری، د جنسي تیري دپاره په مریتوب کې ساتل، فحشا ته مجبورول، جبري أولاد راوړل، د بدن د غړو پریکول، یا هرډول داسی جنسي زورول چې د عذاب سبب شي، د یو مشخص سیاسي ګوند، نژاد، میلیت، قوم، فرهنګ، مذهب یا جنسیت له امله تعقیب و تهدید پیښ شي. د یو شخص جبري لادرکه کیدل، د نژادي توپیر رامنځ ته کول، او بلاخره هرډول داسی غیرانساني اعمال چې د یو شخص د فزیکي او رواني تکلیف سبب وګرځي، جرم بلل کیږي.
په افغانستان کې عدالت او انصاف غوښتنه په داسی وخت کې کیږي چې د ملکي تلفاتو په اړه د ملګروملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) وروستی راپور، چې تیره پنجشنبه خپور شو، یو وار بیا د لوړې مرګ ژوبلې د شمیرې له امله د اندیښنې وړ و. یوناما ویلي په ۲۰۱۷ کال کې له لسو زرو زیات ملکي مرګ ژوبله د جګړې ښکیلو خواوو نه رامنځته شوې ده.
د جرمونو نړیواله محکمه د ۱۹۹۸ کال د جولای په ۱۷ په روم کې تاسیس شوې او افغانستان د ۲۰۰۳ کال د فبروري په لسمه د د جنګي جنایاتو د څیړنې دپاره شمولیت واخیستو.
ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5