د ایران انقلابي ګارد د حکومت ضد مظاهرې پای ته رسیدلې اعلان کړې

انقلابي ګار د ۲۰۱۷ کال جون په ۷ په تهران کې د یو برید وروسته حالت کې

د ایران انقلابي ګارد د یکشنبې (جنوري ۷) وویل چې دولت او امنیتي ځواکونو يي هغه مظاهرې ختمې کړې چې تیره میاشت د حکومت ضد پیلې شوې وې.

انقلابي ګارد په خپله ویبآڼه کې په یوه رسمي اعلامیه کې د ټولو بی نظمیو مسؤلیت د امریکا، اسرایل او سعودي عربستان په غاړه اچولې او ترڅنګ يي د مجاهدین خلق په نوم هغه سیاسي اپوزیسیون ډلې هم پکې ملامته ګڼلي چې په تبعید کې اوسیږي. انقلابي ګارد د هغه شاهي نظام پلویان هم په وروستیو نا امنیو کې دخیل ګڼلي چې د ۱۹۷۹ کال د إسلامي انقلاب په وخت کې نسکور شو.

د پارلمان د مشهوره اصلاح طلب وکیل محمود صدیقي په قول ویل شوي چې په سلګونو مظاهره کوونکي توقیف شوي دي چې پکې د ۹۰ پوهنتونونو محصلین هم شامل دي. امریکا او اسرایل د ایران دننه د حکومت ضد مظاهرو پلوي کړې ده. دا مظاهرې د تیرې دسمبر میاشتې په اته ویشتمه پیلې شوې.

د تهران پوهنتون د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۳۰.

په ایران کې ددی وروستي سیاسي جنجال په روان وضعیت کې د امریکا د سنامجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو لوړپوړي غړي بن کارډن د امریکا غږ سره ځانګړې خبرې وکړې.

سناتور کارډن د جنوري په ۵ امریکاغږ سره مرکه لرله.

سناتور بن کارډن وایي"ایرانیان ډېر ښه خلک دي، هغوئ آزادي او اقتصادي فرصتونه غواړي، خو د هغوئ ترمنځ نا امیدي موجوده ده، ځکه چې له ژمنو سره سره هغوئ ښه فرصتونه نه لري. هغوئ ګوري چې حکومت او مشرتابه د دوئ مخه نیسي، نو ځکه خپل آواز پورته کوي."

په ایران کې د وروستیو اعتراضونو په وړاندې د امریکا جمهور رئیس ډانلد ټرمپ په ټویټر یوه اعلامیه خپره کړه. خو سناتور کارډن وایي چې دا یوه کورنۍ موضوع ده چې د امریکا لپاره دخالت به یو سخت کار وي، خو وایي "که ایراني چارواکي له بشري معیارونو څخه سرغړوي، نو ښه داده چې مونږ د بشري حقونو د سرغړونو په مقابل کې بندیزونه ولګوو." سنات،ر کارډن وایي یوه ښه بیلګه به دا وي چې امریکا د بانکي چارو او ویزو په برخه کې د بشري سرغړونو د عاملینو پرخلاف يي اقدام وکړي. سناتور کارډن وایي په اوږد مهال کې د ایران د آټومي وړتیا په اړه ویره لري.