امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د جماعتالدعوه ټولنې بنسټ اېښودونکی حافظ سعید چې د نړیوالو ترورېستانو په لیست کې شامل دی بیرته ونه نيسي او زنداني نه شي، د واشنګټن او اسلاماباد اړیکو ته به ډېر زیان ورسوي.
په داسې حال کې چې امريکا د نوموړي په هکله د معلومات ورکولو په خاطر لس ميليونه انعام ايښې و او د ترهگرو ډلو په ليست کې يي شامل کړې و، د تروريزم پر ضد د متحد هيواد په توگه د امريکا د تمې بر خلاف، پاکستان ولې حافظ سعيد له بنده آزاد کړ ؟
د خيبر پښتونخوا د وزير اعلی سلا کار شوکت علي يوسفزي امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل:
دا د پاکستان خپل تصميم دی، پاکستان د امريکا غلامي نشي کولی ،دی هيواد ډيرې قربانې ورکړي بايد د خپلو گټو پر بنا اقدم وکړي.
حافظ سعيد د جمعې په ورز د ليندۍ په ٣ د پاکستان د یوې محکمې د حکم پراساس په خپل کور کې له نظر بنده خوشې شو.
ښاغلي يوسفزي د پاکستان او امريکا اړيکو ته په اشاری زیاته کړه امريکا سره د پاکستان اړيکې د دواړو هيوادونو تر منځ د بې باورۍ له کبله سمې نه دي پاتې .
" امريکا اعتماد سازي نه ده کړی، تل يي د خپلو گټو پربنا پاليسيانې جوړې کړی ،فيصلې يی کړي او پاکستان يي په مشکل کې يواځی پر ايښی"
هغه وايي پاکستان اوس اتومي طاقت لرونکی هيواد دی امريکا دی د برابرۍ پر بنا ورسره خبری وکړي نه د ديکتاتورۍ پربنا چې ووايي دا وکړئ او دا مه کوئ.
شوکت علي يوسفزي د چا نوم ذکرنکړ مگر دا یی ومنله چې د پاکستان ځينې پخواني حکمرانان غلامان وو خو اوس داسی نه ده، پاکستان د امريکا غلامي نه مني که امريکا د دوئ څخه مرسته غواړي نو د پاکستان په لار ښوونه دی گام اوچت کړي نه دا چې پاکستان ته ووايي دا وکړه او دامه کوه.
د خيبر پښتونخوا د وزير اعلی سلا کار شوکت علي يوسفزي بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ :
Your browser doesn’t support HTML5