پاکستاني پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان سره د ډیورند پر کرښه یې د امنیت د ښه کېدو په هدف د دېوال جوړول پیل کړي.
خو افغان چارواکي وايي د نړيوالو اصولو له مخې او د افغان حکومت له مشورې پرته پاکستان د ډیورند فرضي کرښې ته نږدې د هيڅ ډول تأسیساتو د جوړولو حق نه لري.
د قبايلو او سرحدونو چارو وزير عبدالغفور ليوال امريکا غږ سره په مرکه کې د کرښې دواړو غاړو ولسونو د رايو پرته د ډيورند فرضي کرښې ته نږدي هر تحرک او اقدام بی بنياده وباله.
ښاغلي ليوال دا هم وويل چې که د سيمې خلک راوپاريږي نو عواقب به يې ټولې سيمې ته ښه نه وي.
پدی هکله عبدالغفور ليوال سره بشپړه مرکه دلته اوريدلائ شئ: