د ښکلا دغې ملکې د نومبر په ۲۶ (یکشنبې) ته د امریکا د نیوادا ایالت په لاس ویګېیس ښار کې د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ورته تاج په سر کیښودل شو. تر بري وروسته، د دوه ویشت کلنې دیمی لی نیل پیترز خوله د خندا ډکه وه. دیمی لی د جنوبي افریقا د ویسټرن کئپ ایالت کې زیږیدلې او پدې وروستیو کې يي د نارت ویست پوهنتون نه په اداره او مدیریت کې لیسانس اخستې.
د نړۍ د ښکلا ملکې په سیالیو کې کولمیبایې لورا کونزالیز دوېم مقام واخیستو او دریم مقام له جمیکا نه ډوفینا بینیټ وګاټه. پدې سیالیو کې له ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه نوي ښځو برخه اخېستې وه.
د لومړي مقام ګټونکې ته د یو کال لپاره تنخواه، په نیویارک ښار کې یو مجلل کور او نورې جایزې ورکړل شوې.