وکیل احمد سرفراز په انگلستان کې، د ساینسی محاسباتو په زور د ریاضی موډلونه جوړکړیدی. ډاکټر سرفراز په همدې سلسله کې د ٦٠ ملکونو د ساینس پوهانو په نړیواله مسابقه کې چه اوه کسانو جایزې وگټلی اول نمبر شویدی. وکیل سرفراز د ریاضي موډلونو او ساینسی محاسباتو په څانگه کې د اکسفورډ په پوهنتون کی ماستري کړیده او ډیر ژر د برتانیې په نړیوال پوهنتون کی په همدې څانگه د خپلی ډاکټري زدکړې بشپړوی.
د وکیل سرفراز دغه علمی موډولونه د سرطان د دانې تشخیص، د سرطآني دانې د رشد او تکامل پیش بیني کوي، او دا هم ښیي چې څه وخت ناروغ عملیات کیدلی شي؟ ایا عملیات شي یا نه ؟
د ساینس پوه سرفراز ددغو ماډلونو، نه د ټولو سرطآنونواو حتی د سرطان د دانې نه پرته په نورو برخو کې هم ترې کار اخستل کیږي.
ددغه علمي څیړنې او نورو فعالیتونو په هکله د وکیل سرفراز سره د زیباخادم مرکه دلته اوریدلی شئ.
Your browser doesn’t support HTML5