پاکستان نژدې شل کاله وروسته ملي سرشمیرنه کوي

دا اویا ورځنۍ ملي سرشمیرنه به د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په پنځلسمه پیل شي.

پاکستاني مقامات وایي دوئ تیار دي چې د تیرو نونلسو کلونو وروسته د اول ځل لپاره د چهارشنبې (مارچ ۱۵مې) په ورځ ملي سرشمیرنه پیله کړي او ددی احصایي په تیارولو کې به د دوه سوه زرو نه ډير عسکر د ملکي سرشمیرنې د مامورینو سره کمک او همکاري وکړي.

د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګ زیب د تیرې یکشنبې په ورځ په اسلام أباد کې خبریالانو ته وویل چې دا اویا ورځنی ور په ور کمپاین به په دوه پړاونو کې ترسره شي او شاوخوا ۱۸۵ میلیون ډالره لګښت به ولري.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیره مریم اورنګ زیب

وزیرې اورینګ زیب وویل چې نژدې یوسلوشل زره خاص روزل شوي حکومتي مامورین ددی پروسې لپاره استخدام شوي دي چې کوشش به وکړي د ضرورت وړ احصایه ترلاسه کړي. میرمن اورنګ زیب د پاکستانیانو نه پدې سرشمیرنه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او خبردارې یي ورکړ چې که څوک عمدآ غلط معلومات ورکړي او وپیژندل شي نو شپږمیاشتې به بندي او ۵۰۰ ډالره به جریمه شي.

د اردو ویاند جنرال آصف غفور هم خبریالانو ته ویلي وو چې اردو ته دنده سپارل شوې ددی سروې د ترسره کیدو لپاره امنیت ونیسي او دا اطمینان حاص شي چې دا سرشمیرنه په ارامه او شفافه بڼه ترسره شي.

پاکستان خپله لمړۍ سرشمیرنه په ۱۹۵۱ میلادي کال کې کړې وه چې هغه وخت ددی هیواد نفوس ۳۴ ملیونه و، خو ترهغې راوروسته يي نفوس ډیر زیات شوی دی.

نړیوال بانک په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو تخمین ورکړ چې د پاکستان نفوس ۱۹۰ میلونه دی، خو پاکستاني مقامات تراوسه د پرمختیايي پلانونو لپاره د ۱۹۹۸ کال د سرشمیرنې احصایيي له مخې خپل نفوس ۱۳۴٫۷ ملیونه ښيې. د یو تخمین له مخې د پاکستان شپیته په سلو کې نفوس د دیرشو کلونو نه کم عمر لري.

اکثره فعالان پدې انتقاد کوي د ډيرو مهمو علتونو ترڅنګ، د احصایيې د نه لرلو له امله په پاکستان کې صحي او تعلیمي خدماتو سطحه ټیټه شوې ده، او بی وزلي، ولګه او د ککړو اوبو استعمال زیات شوې دی.

د تیرو دیارلسو کلونو نه زیاته موده کیږي چې پاکستان د إسلام په نوم د افراطي جګړې سره لاس و ګریوان دی. مقامات یي وایي همدا جګړه ددی سبب شوې چې په تیرو څه کم شلو کلونو کې د نفوس سرشمیرنه ونشي.

د نفوس احصایه د پاکستان د پارلمان د انتخاباتي څوکیو لپاره هم کارول کیږي.

منتقدین وایي مهم او محلي سیاسي ګوندونو د تیرځل سرشمیرنې په آخستو کې لاس وهنه کړې وه او ددی سبب شوه چې د ځنو سیمو نه پارلمان ته ډير استازي لار پیدا کړي.

پاکستاني مقامات وایي پدې سرشمیرنه کې به شاوخوا دری ملیونه بی اسنادو او د اسنادو لرونکي أفغان مهاجرین هم ثبت شي.

دا اویا ورځنۍ ملي سرشمیرنه به د مارچ میاشتې په پنځلسمه پیله شي.

ددی پریکړې سره د بلوچستان د ایالتي سیاستوالو په څیر ځنی مشران سخت په قهر دي او وایي بلوڅ قوم اندیښمن دی چې دا ډول احصایه به هغوئ په خپل ټاټوبي کې په اقلیت بدل کړي.

په جنوبي ایالت سندهـ ، خصوصآ په مرکز کراچۍ کې بیا سیاسي ګوندونو پدې سرشمیرنه کې د افغانانو شاملول سره مخالفت کړې او وایي دا سرشمیرنه دی تر هغې وځڼډول شي چې ټول أفغان مهاجرین بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

خو حکومتي مقاماتودا ډول اندیښنې ردې کړي او وایي دا د سیاسي غرض پر أساس ادعاوې دي.

پدې سرشمیرنه کې به د اول ځل لپاره د پاکستان د همجنس بازانو نفوس هم پدې احصایه کې شامل شي. چارواکي وایي د ملګروملتونو د نفوس مالي صندوق پدې موافقه کړې چې ددی سرشمیرنې د بهیر لپاره نړیوال ناظران ولیږي.