په سوریه کې د اوربند دریمه ورځ

د ملگروملتونو عمومي منشي بان کیمون وایي " د سوریې په باب دامریکا او روسیی په گډون د څو هیوادونو د اوربند د څارنې ډله له نږدې نه په هغه هیواد کې د اوربند څارنه کوي او زیاته هڅه کوي چې د روانو جگړو ساحه نورو ځایونو ته پراخه نشي.

په عین وخت کی د فرانسی خارجه وزیر (ژان مارک ائیرولټ) غوښتنه کړي چی د سوریی په باب د څو هیوادونو د مشترکی ډلې غړي باید بی له ځنډه غونډه وکړي چی د سوریی د رژیم دمخالفانو پرضد د روسیی دهوایی قواو د دوامدارو ْحملو په باب غور وکړي.

دامریکا د دفاع وزیر اش کارټر وایی که اروبند په سمه توگه عملي شي نو د تشدد دکمیدو سبب به شي. خو د اروبند سره سره په شمال کی د سوریی د رژیم پر مخالفانو هوایی بریدونه نه دي کم شوي.