ټاکل شوې ده چې د ملگرو ملتونو د امنېت شورا به نن د چهارشنبی په ورځ ېوه عاجله غونډه وکړي او په لېبېا کې به د روان سېاسي وضعې او ناکرارۍ په اړه بحث وکړي.
په لېبېا کې دا مهال دوه سېال او متضاد حکومتونه فعال دي او د رقېبو ډلو ترمنځ د خاورې د نېولو لپاره مبارزه روانه ده.
له بلې خوا وروسته له هغې چې په لېبېا کې د اسلامي دولت ډلې ٢١ تنه مصري قبطېان ووژل، د مصر د هواېې قواو جېټ الوتکو په لېبېا کې ددغې ډلې پر مرکزونو څو وارې بمباري وکړه.
د مصر د بهرنیو چارو وزېر سمېع حسن شکري سلېم د سه شنبی په ورځ په نېوېارک کې خبرېالانو ته ووېل چې عرب ډېپلوماتان پر ېوې مسودې باندې کار کوي. په مسوده کې غوښتل شوي دي چې په لېبېا کې دې وسله والو ملېشو ته د وسلو پرلېږلو پابندي بندیز ولگول شي او ددغه هیواد د مشروع او قانوني حکومت ملاتړ دې وکړي. د مصر د بهرنیو چارو وزېر ووېل په داسې حال کې چې په لیبیا کې دوه متضاد حکومتونه موجود وي سېاسی حل به ممکن نه وي.
له دې نه وړاندې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي غوښتنه کړې وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا باید یو پریکړه لیک صادر کړي چې له مخې یې نړیواله ټولنه په لیبیا کې پوځي مداخله وکړي.
ښاغلي السیسي دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د اروپا لپاره د فرانسې یوې رادیو سره په مرکې کې کړې دي.
السیسي ویلي چې د لیبیا حالاتو ته په کتو سره، د پوځي مداخلې پرته بله هیڅ لار نشته او هغوي زمونږ نه د مرستې غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده چې مصر د دوشنبې په ورځ د لیبیا په ختیځ کی، دویمه جوپه هوایی بمباري کړې وه.
دغه بمبارۍ د لیبیا د نظامي مامورینو د رپوټ له مخې په درنا کې د اسلامي دولت د ډلې په مرکز شوې وې. د لیبیا جنگي الوتکو چې په دې بمباریو کې یې برخه لرله، د یاغیانو د وسلو ډیپوگان او د روزنی کمپونه بمباري کړي وو.
د مصر جمهور رئیس په تلویزني خبرو کې ویلي و، چې د مص<ي قبطیانو د سرونو د غوڅولو بدل به واخلي او د قاتلانو دغه عمل یې تروریستی عمل بللی دی.