یوې محکمې د مصر پخوانی ولسمشر بې ګناه اعلان کړ

حسن مبارک تورن و، چې په په مصر کې د ولسي پاڅون پر مهال یې د مظاهره کوونکو د وژلو امر کړی و.

د مصر پخوانی جمهورریس حسنی مبارک، په ټولو هغو تورونو کی بري الذمه وگڼل شو چې، ویل یی په ۲۰۱۱ کال کې د ولسي پاڅون په ترڅ کې، مظاهره چیان دده د لاسه ووژل شول.

د مصر یوه قاضي نن شنبه د نومبر ۲۹ نېټه په محکمه کی چې ډیر خلک په کی ناست وو، اول یو څو شېبې وغږېده او بیا یې ددغه معزول رهبر د بري الذمه کېدلو اعلان وکړ.

د محکمی ددغه حکم نه وروسته په محکمه کی چک چکې او خوشحالۍ وشوې.

د ښاغلی مبارک زامنو او مدافع وکیلانو یې هغه په تندي ښکل کړ او هغه چې په تُذُکره کې پروت و، د محکمی فیصله واورېده.

قاضي د محکمې د مفصلې پرېکړې د لوستلو په وخت کی د ژورنالستانو نه وغوښتل چې تر هغې پورې دې هیڅ تبصره او تحلیل نه کوي چې دغه یو ۱۴۳۰ پاڼې سند یې، چې دغه فیصله توضیح کوي، نه وي لوستلي.

همدغه راز د ښاغلي مبارک د کورنیو چارو وزیر، او د هغه د امنیت شپږ نور مامورین چې، پرط دا تور لگیدلی و چې د سلگونو احتجاج کوونکو د وژلو امر یی کړی دی، هم بري الذمه اعلان شول.

ښاغلی مبارک او نور کسان په دې تورن وو چې د سلگونو مظاهره چیانو د وژل امر یی کړی و.

دغه ۸۶ کلن پخوانی رهبر همدغه راز د اداري فساد په تورونو کې هم بري الذمه شو. دی، او زامن یې ، علا او جمال په اداري فساد تورن وو، خو ښاغلی مبارک به اوس د یو جلا تور له کبله درې کاله بند تیروي.

حسن مبارک نژدې ۳۰ کاله د مصر جمهورریس و، په۲۰۱۲ کال کې د مظاهره چیانو د وژلو په ارتباط په عمري قید محکوم شو.

مدافع وکیلانو دغه فیصله یو کال وروسته عالي محکمې ته یوړه او هلته محاکمه پیل شوه. د هغه وخت راهیسې دغه پخوانی رهبر په نظامي روغتون کې نظر بند دی.

د مبارک د استخباراتو پخوانی وزیر عبد الفتاح السیسی، اوس د مصر جمهور ریس دی.