افغانستان د کوکنارو د کرلو د مخنوي نوې ستراتیژي عملي کوي

د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیر دین محمد مبارز راشدي

د افغانستان حکومت وايي چې د کوکنارو د کرلو د مخنیوي نوې ستراتیژي عملي کوي. خو، د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیر دین محمد مبارز راشدي وايي چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه ناڅرګندتیا به د دغې ستراتیژۍ عملي کول د ستونزو سره مخ کړي.

اوسمهال، د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې کوکنار نه کرل کیږي، خو دوه کاله مخکې په ۲۰ ولایتونو کې کوکنار نه کرل کیدل.

د امریکاغږ آشنا راډیو خبریالې، بهارت صابر د افغانستان د نشه یي توکو سره د مبارزې د وزیر سره مرکه کړې ده او دغه رپوټ یې ورباندې برابر کړی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

د نشه یي توکو سره د مبارزې د وزارت وزیر دین محمد مبارز راشدي