د وروستیو له کبله له تاجکستان څخه د کابل ښار ته د وارېدېدونکې برېښنا شپږ پایې نړېدلي دي او پر دغه ښار برېښنا پرې شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي په راتلونکې کال کې به د نړیوال بانک په مرسته د ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره اړینې مرستې ولري .
په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت په زرگونو جریبه ځمکې زورواکو نیولي، دا وزارت وایي ښوونکو ته د ځمکو د ویش هوډ ته وفادار دي.
په افغانستان کې په زړه د سوري ماشومانو د درملنې لپاهر په یوې اونۍ کې ۲۶ میلیونه افغانۍ مرسته ټوله شوې. دا کمپاین سره میاشت پيل کړی.
په افغانستان کې د سرې میاشتې ټولنې په دغه هېواد کې د شاوخوا ۴۰۰۰ په زړه سوري ماشومانو سره د مرستې اونۍ اعلان کړه .
د رېزه ګلې په نامه هغه میرمن چې د ادعاو له مخې یې په فراه کې شاوخوا ۲۵ طالبان وژلي، وايي چې ژوند یې په خطر کې دی.
په افغانستان کې د پوهنتون د استادانو ټولنه وايي د کانکور اوسنی سیسټم له بې عدالتیو ډک دی او باید بدل شي چې،حق حقدار ته وسپارل شي.
نن له ایډز سره د مبارزې نړیواله ورځ ده، ملګري ملتونه وايي دغه مبارزه ښه روانه ده، خو په افغانستان کې بیا په ایډز اخته کسان زیات شوي.
د کورنیو چارو وزارت وايی د روان کال تر پایه به د ښځینه پولیسو شمیر۵۰۰۰ ته ورسوي او په راتلونکو کلونو کې به دا شمیره لس زرو ته لوړه شي.
د ولسمشر احمدزي میرمن وايي چې د سینې د سرطان د مخنوي لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا ده او افغانانو ته باید روغتیايي خدمات برابر شي.
د افغانستان حکومت وايي چې د کوکنارو د کرلو د مخنیوي نوي ستراتیژي عملي کوي.
پولیس وایي چې نن سهارپه کابل کې د بم په یوه چاودنه کې د ادارې چارو د ریاست دوه کارکونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
محمد محقق وايي د ملي وحدت د حکومت په چوکاټ کې به د ټاکنو وړونکی ولسمشر شي او بایلونکی به د اجرائیوي شورا مشر وي.
د افغانستان ولسي جرګې د شنبې په ورځ بیا هم و نه کړای شول چې د ناقانونه پېسو د سپینولو د مخنیوي د قانون مسوده تصویب کړي.
د ماشوم نړیواله ورځ په افغانستان کې ځای ځای ولمانځل شوه دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې څه د پاسه ۶ ملیون تنه ماشومان له ښونې روزني نه بی برخې دي.
د افغانستان د ټکنو کمیسیون وايي چې د رايې اچونو د ۲۰۱۷ محلونو بیاشمېرنه یې بشپړه کړې او راتلونکې اونۍ به نورې پایلې هم ډاګیزه کړي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د رایو نژدې نیمایي صندقونه کابل ته رسېدلي او نور صندقونه هم پر لار دي.
د ټاکنیو د شکایتونو کمیسیون د ټیلفون له لاري ور رسیدلي شکایتونه یوازي یوه خبرتیا ګني خو وايي د درغلیو په هکله شکایتونه باید مستند او د قانع کوونکو دلیلونو سره مل وي.
ولسمشر کرزی وايي هیواد یی د تکنالوژۍ په برخه کې ښّه پرمختګ کړي خو د تکنالوژۍ کارولو کې باید اخلاقي اصول مراعات شي.
د جمهوري ریاست کاندیدانو د کمپاینونو په لومړی ورځ خپل مهم لومړیتوبونه د امنیت ساتنه، د ګاوندیو سره د ښو اړیکو ساتل او د افغانانو د ژوند ښه والی یاد کړل.
نور پورته کول