د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشاء سرپرست وټاکل شو

د ټاکنو د کمیسیون مطبوعاتي دفتر د احمد یوسف نورستاني په وینا لیکلي دي چې ددغه کمیسیون د دارالانشاء د پخواني رئيس ضياء الحق امرخېل له استعفی وروسته دغه پوست خالي و، نو د کارونو د سمون لپاره د ټاکنو د کمیسیون غړو پرېکړه کړې ده، چې ډاکټر احمد جاوید حبیبي د سرپرست په توګه وټاکي.

د کمیسیون مشر ویلي، دا چې دغه کمیسیون په حساس وضعیت کې دی نو اړتیا وه چې نوموړی پدې دنده د کارونو د پرمخ بیولو لپاره وګماري

د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د ریاست مسئله هله جدي شوه، چې د ولسمشرۍ یو کاندید عبدالله عبدالله د دارالانشاء د رئيس ضياء الحق امرخېل له دندې د لرې کېدو غوښتنه وکړه،

د قانون په اساس د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشاء د رئيس ټاکل د ولسمشر له خوا کیږي.

دا ډول د ټاکنو کمیسیون خبر ورکړ، چې راتلوونکی اونۍ به د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د تفتیش شویو رایو په اړه خپلې علني پرېکړې پيل کړي، چې کومې رايې باطلیږي او کومې رايې رڼې دي.

ددغه کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي امریکا غږ ته وویل ‪"‬انشاء الله د کمیسیون د غړو پرېکړه هم داده چې راتلوونکی اونۍ ته به د علني غونډو له لارې د رایو په تړاو پرېکړې وشي.‪"‬

د جمهوري ریاست د دوهم پړاوو د ټاکنو د رایو د سل په سلو تفتیش له پیل را وروسته، چې اوه دېرش په سلو کې د رایو تفتیش تر پرونه شوی دی، نن د ټاکنو کمیسیون هغه سیستم فعال کړ، چې په اساس به یې د تفتیش شویو رایو چیک لستونه پکې داخلیږي.

دغه سیستم ته ځانګړی سافټ ویر عیار شوی، ټولې تفتیش شوې رايې به پکې شاملیږي، له اوو مرحلو وروسته به د ټاکنو کمیسیون بیا د علني غونډو له لارې په رایو تصمیم نیسي، چې کومې رايې باطلې کړي او کومې نه.

ښاغلي هوتکي وویل ‪"‬ دا سیستم اووه مرحلې لري، لومړی باید تفیش شوی چیک لست داخل شي، بیا سکن کیږي، بیا نور مراحل پرې اجراء کیږي.‪"‬

بل لورته د ټاکنو د کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي، چې تر پرونه پورې اووه دېرش فیصده رايې تفتیش شوی او دا ۸۳۸۲ صندوقه کیږي.

هغه وايي، سبا د جمعې په ورځ د هغو شپږ زرو صندوقونو بیا شمېرنه او تفتیش به هم وکړي، چې د دواړو کاندیدانو له خوا پرې د درغلیو شک دی.

ښاغلي نور وویل ‪"‬سبا احتمالا د شپږ زرو صندوقونو بیا شمېرنه د ناظرینو په مخ کې پیل شي.‪"‬

بل لور ته د ټاکنو د څار مؤسسه ایوا چې د رایو له تفتیش څارنه کوي، وايي، د ټاکنو کمیسیون مدیریت د رایو د تفتیش په بهیر کې کمزوری دی او دغه کمیسیون باید داسې لایحې رامنځته کړي، چې د کاندیدانو ټیمونه یې په اساس عمل وکړي.

د افغانستان د ټاکنو د څار د مؤسسې غړی حکمت صافي وویل کمیسیون ته په کار دي چې د تفتیش لپاره ښه تګلاره ایجاد کړي.

د ملي یووالي د حکومت د جوړولو په سر د خبرو لپاره د دواړو کاندیدانو د ټاکنیزو ټیمونو د غړو نه جوړ د ملي وحدت کمیسیون نن هم غونډه درلوده خو ددغه کمیسیون غړو وویل، ترهغو چې مشخصو پایلو ته و نه رسیږي، رسنیو ته څه نه شي ویلی