نوی ولسمشر به کله لوړه وکړي؟

د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو د رائیو د بیا تفتیش د پروسې پيل د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر احمد یوسف نورستاني لخوا د روانې مياشتې په ١٧ اعلان شو،

په داسې حال کې چې دا پروسه ښایی ځو اونۍ وخت ته ضرورت ولري د شنبې په ورځ د رائیو پاڼو پر سر د شوي لاسلیک پیژندلو لپاره د دوو کاندیدانو د استازو تر منځ د نظر اختلاف رامنځته شو او د رائیو د پلټنې بهیر تقريبا يوه نيمه ورځ په ټپه ودرید.

د يکشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، چې د کاندیدانو د تخنیکي ټیم استازو او د ملګرو ملتونو تخنیکي ټیمونو د خبرو وروسته موافقې ته ورسيدل او د رایو د پلټنې لړۍ بېرته په عادي توګه د ملي، بين المللي او د دواړو نوماندانو د څارونکو ټيمونو له خوا پیل شوه.

د ملگرو ملتونو له خوا گمارل شوي ناظرين هم دغه لړۍ څاري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابنز نن وويل، چې ولسمشر حامد کرزي ورته ویلي، چې نوی منتخب ولسمشر به د اګسټ په پای کې افغانانو ته معلوم شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي بيا امریکا غږ ته وويل د تعهد له مخې هرڅومره چی نړيوال ناظرين ډيرشي په هماغه اندازه به د تفتيش پروسه په سرعت مخکې لاړه شي او نتايج به هم ژر تر لاسه شي.

هوتکي زياته کړه سره له دی د ټاکنو کميسيون په وار وار د دواړو ټيمونو څخه غوښتي چی تفاهم ته ورسيږي خو په چيک لست او د تفتيش په طرزالعمل د دواړو نوماندانو د ناظرينو عدم تفاهم په خپل ذات کې د پروسې د سوکه کيدو سبب گرځي.

ښاغلي هوتکي وويل د هر صندوق د رائيو د تفتيش لپاره يو ساعت وخت تعين شوی خو د دواړو ټيمونو د ناظرينو جر و بحث کله دريو ساعتونو ته رسيږې چې دا د پروسې د ځنډيدو بل لامل گڼل کيدای شي، چې په دې صورت کې د بهرنيو ناظرينو شتون چې فيصله یي له مخکې شوې ډيره ضروري خبره ده تر څو ژر فيصله وکړي او پروسه سرعت پيدا کړي.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيال وويل، په هره پيمانه چې تفتيش پر مخ ځي طبعي ده فيصدي به معلوميږي چې کوم انتخاباتي ټيم مخکې او کوم وروسته دی ځکه د ټاکنو خپلواک کميسيون تصميم نيولی د هرې ورځې تفتيش شوې رايې د کميسيون د فيصلیې نه وروسته د انتخاباتو سايټ ته رسيږي.

که چيرې فيصدي د ٥٠ نه لوړيږي بیا تخمين کيدای شي چې دا به قاطع نتيجه نه وي، د پنځوسو نه وروسته هم په فيصديو کې د بدلون امکان شته.

د څو ورځو د رائیو د بیا شمېرنو او پلټو وروسته د څه باندې دویشتو زرو صندوقونه نه یواځې د اوو سوو صندوقونو رایې شمېرل شوې دي.

که په هم دې طرزالعمل دغه پروسه په مخ لاړه شي نو د ټولو رائیو بیا شمېرل به کېدای شي میاشتې وخت ونیسي، او امکان به و نه لري چې د اگست د میاشتې تر پایه دې نوی ولسمشر معلوم شي او په ارگ کې یې د لوړې مراسم ترسره شي.