له تېرې شپې راهېسې په کابل کې واوره اوري

په کابل کې واوره اوري

په کابل کې له تېرې شپې راهېسې واوره اوري او د هوا پېژندنې د مسؤلینو په وړاندوینه ښايي د جمعې تر شپې پورې دوام وکړي.

دا په کابل کې دریم ځل دی چې واوره اوري، لومړۍ واوره د جدي په نهمه نېټه شوې وه.

دا چې سږنی ژمی ډېره واوره نده شوې، نو دا لامل دی چې د کابل ښاریان د واورو اورښت ته خوښي کوي.

د هواء پېژندنې اداره اټکل کوي چې د وارو روان اورښت به د پنجشنبې تر ناوخته د جمعې د شپې د وروستیو پورې دوام وکړي، او له هغې وروسته به د څلور ویشتو ساعتونو لپاره اسمان له وریځو ډک وي.

د هوا پېژندنې د ادارې رئيس انجنیر محمد اسحق لودین امریکا غږ ته وویل چې د دوی وړاندوینه ښي چې هوا به له دې واورې سره سړه شي.

که څه هم په کابل ښار کې دې واورې د ترافیکو پرمخ لویه ستونزه نده پېښه کړې ولې د کابل ښار په ګاونډ ماهيپر کې د واورو ډېر ورښت دغه لاره جلال اباد ته کونده کړې ده.

د عبدالله په نوم یوه مسافر امریکا غږ ته وویل :

"د ماهیپر په سیمه سخته واوره شوې، لارې یخک شوي، طوفان هم ورسره دی، هواء وویرولم بېرته کابل ته ستون شوم."

سالنګ
نن سهار د سالنګ لویه لاره د واورو د ښویدو له امله د ترافیکو په مخ بنده شوې ده، د سالنګونو د څارنې مسؤل جنرال رجب وویل چې سالنګونه د ترافیکو پرمخ تړلي او ویره لري چې ګواکې د ښویندۍ یا برف کوچونه و نه شي.

د سالنګ لار معمولا په ژمي کې د واورو د ښویندیو له امله بندیږي.


Your browser doesn’t support HTML5

په کابل کې د وروستۍ واورې انځوریز رپوټ


د افغانستان په شمالي ولایتونو، تخار، بدخشان کې هم واوره شوې او ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې د تخار د مرکز تالقان لاره یې له ولسوالیو سره تړلې.

راپورونه وايي، د جوزجان په ولایت کې چې له تېرو دوو ورځو راهېسې واوره اوري، لس کسه تلف شوي دي.

د همدې اوونۍ په پيل کې د واورو د ورښت له امله د تېري په کنډو کې د لوګر - پکتیا لاره هم بنده شوې وه.

په بدخشان د واورو د اورښت له امله تېره د همدې اوونۍ په منځیو ورځو کې تر پنځو پورې وګړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

عام خلک افغان حکومت ګرموي چې د سړکونو د خلاصولو لپاره هیڅ نه کوي او د خلکو په خدمت کې ندي.