د ادارې فساد په ضد د مبارزې د ادارې مشر وايي چې خلګ د ادارې فساد په اړه شکایت لري او شکایت یې هم پرځای دی. هغه وویل: «سړی باید حقایق ووايي، حقیقت دا دی چې موږ په اداراتو کې مشکلات زښت زیات لرو.»
هغه زیاتوي چې د ادارې فساد په اړه یې یو شمیر دوسیې څارنوالۍ ته سپارلي دي. ښاغلی لودین دا هم وايي چې د ادارې فساد د ختمولو لپاره همکارۍ او ګډ کار ته ضرورت سته.
د حقوقي چارو کارپوه عبدالکریم حقانیار بیا وايي چې دولتي چارواکي د لیاقت او اهلیت په اساس په دندو نه دې ګمارل شوي او د فساد موضوع به هغه مهال حل شي چې مسلکي کسان په کار وګمارل شي.
ښاغلی حقانیار وايي چې دغه کار په تیرې لسیزې کې ځکه نه دی شوی چې «سیاسي اراده» موجوده نه وه.
هغه د راتلونکي په اړه خوشبین نه دی. هغه دا هم وايي چې په افغانستان کې اولس هم د دغه موضوع په اړه عکس العمل نه دی ښودلی.
عبدالکریم حقانیار وايي: «یوه بله خبره چې ډیره مهمه ده چې ما غوښتل ووایم د افغانستان خلګ، په مجموع کې عمومي اولس، [د ادارې فساد خلاف] عکس العمل نه ښيي.» هغه زیاتوي چې ادارې فساد د کلتور برخه ګرځیدلې ده.