مرسي: شخړې او اختلافات دیموکراسۍ ته ګواښونه دي

د مصر ولسمشر محمد مرسي

د مصر ولسمشر محمد مرسي وایي چي سیاسي شخړې او مخالفتونه ددې هیواد کمزوره دیموکراسۍ ته گواښونه دي.

ښاغلي مرسي دا وینا پرون د چهارشنبې په ورځ په تلویزیون کې له هغو پلان شوو مظاهرو نه مخکې وکړه چې هدف یې د قدرت نه د ده ایسته کیدل دي. ددې ویره شته چې دا مظاهرې به په شخړو او تشدد بدلي شي.

ولسمشر وویل چي د مصر ثبات او امنیت په خطر کی دی او دا چي دا مخالفتونه داسي گواښونه دي چې دا هیواد به شنډ کړي.

مخالفو ډلو د ښاغلي مرسي د استعفی غوښتنه کړې ده ، او ځینو یې د هغه د اسلامي طرز حکومت له کبله په قهر او غوصه دي. نور مصریان بیا وایي چي د مرسي د حکومت په وخت د ژوند د سطحې د را ټیټیدلو او د قیمتونو د لوړیدلو له کبله په قهر دي.

پرون د ورځې په سر کې د ښاغلي مورسي د طرفدارانو او مخالفینو تر منځ شخړو او جنجالونو زور واخیست او د منصوره په ښار کې سختې نښتې وشوي. چارواکو وویل چي په دې شخړو کي لږترلږه یو کس وژل شوی او تر سلو تنو زیات زخمي شوي دي.