Your browser doesn’t support HTML5
.
د افغانستان او پاکستان چارواکو د گوشتې په سرحدي ولسوالۍ کې د هغو نښتو پړه پر یو بل وغورځوله چې پرون د چهارشنبی په ورځ ناوخته پېل شوې وې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لارې په دواړو ملکونو کې د طالبانو دحملو مخنېوی لپاره خورا زېات اهمېت لري. طالبانو د سرحدي کرښې په دواړو خواو کې فعالېت کوي. د افغانستان حکومتي چارواکې واېي چې په پرونېو نښتو کې دواړو خواو ېو پر بل باندې د هغې سرحدي دروازې سره نژدې د توپچې ډزې وکړې چې په سر ېې جنجال راپورته شوی دی. ډزو څو ساعته دوام وکړ.
په عېن وخت کی نن په جلال اباد کې ېو گڼ شمېر خلکو دپاکستان پر خلاف احتجاجي مظاهره وکړله.
د افغانستان دولتی ماموران واېې چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او څو ځلې ېې دهغو هلو ځلو مخه نېولې چې طالبانو او د حکومت نورو وسله والو مخالفانوسره ېې د سولې او روغې جوړې په خاطر پېل کړی وی.
وېل کېږی چې طالبان د پاکستان داستخباراتو سره نژدی اړېکی لری.
پاکستان په مقابل کی پر افغانستان باندی تور لگوی چې د سرحدی پولې په اوږدو کی ېې په خپله خوره کی د پاکستان مخالفو جنگېالو ته ځای ورکړی.
زموږ د خبریال لال باچا ازمون راپور هم اوریدی شئ