د نړۍ لومړنۍ له لرګیو جوړه سپوږمکۍ د سپېس ایکس د یو راکټ په واسطه فضا ته وتوغول شوه.
ددې سپوږمکۍ جاپاني جوړوونکو سه شنبې نومبر پنځمه (لړم ۱۵) وویل چې د ماموریت موخه نړیوال فضايي سټیشن ته اکمالات کول دي.
د کیوټو پوهنتون ساینسپوهان وايي، تمه کیږي چې د خپل ماموریت په پای کې د ځمکې اتموسفیر ته د ستنېدو پر مهال د لرګیو جوړه دا سپوږمکۍ په بشپړ ډول وسوځي او په دې توګه په ځمکه کې د فلزي پاتې شونو او خځلو د پاتې کېدو مخنیوی وشي.
د سپوږمکۍ جوړوونکو وویل چې د سپوږمکیو فلزي پاتې شونې د هوا د ککړتیا ترڅنګ د مخابراتي شبکو پر وړاندې د خنډ لامل کیږي.
د کیوټو پوهنتون د فضايي مطالعاتو مرکز وویل چې د "لینګوساټ" په نوم دا ۱۰ سانتي متر مربع تجربوي سپوږمکۍ د متحده ایالاتو په فلوریډا کې د کینډي فضايي مرکز څخه "په بریالیتوب سره" وتوغول شوه.
د جوړوونکو د معلوماتو له مخې، په ځانګړي باکس کې ځای پرځای شوې دا سپوږمکۍ به نړیوال فضايي مرکز ته له رسېدو یوه میاشت وروسته په فضا کې ددې لپاره خوشې شي چې ټینګوالی او مقاومت یې معلوم شي.
د سپوږمکۍ معلومات به په ځمکه کې د پروژې څېړونکو ته لیږل کیږي ترڅو معلومه کړي چې دا ډول له لرګیو جوړه سپوږمکۍ کولی شي په فضا کې له موجودو سختو فشارونو سره مبارزه وکړي.
د کیوټو پوهنتون استاد او ستورمزلي ټکاو ډیو وايي، "دا ډول سپوږمکۍ چې له فلزاتو نه وي جوړ شوي، باید په یو معمول بدل شي."
فورم \ دبحث خونه