د لاس رسي وړ اتصالات

له بغلان تر کاناډا – د یوې افغانې تریخ سرگذشت


شکیلا زرین، ټپي شوې افغانه
شکیلا زرین، ټپي شوې افغانه

شکیلا زرین یوه ځوانه افغانه ده چې د میړه له لورې تاوتریخوالی او پر مرمۍ باندې پر مخ ویشتلو یې څیره بدله کړې ده.

میرمن زرین کله چې ١٧ کلنه وه د خور د میړه له خوا یو نارینه ته چې څو کاله له هغه نه مشر و، په نکاح کړای شوه.

هغه وایي په زور له ودولو وروسته په وار وار وهل شوې او ټکول شوې ده، جنسي تیري پرې شوي او په پای کې پر مخ د ټوپک په مرمۍ ویشتل شوې ده. هغې د سي بي اس تلویزیوني شبکې ته وویل چې " د {واده} د شپې راهیسې هغه {میړه} وهلم ټکولم او جنیسي تیري راباندې کول، او همدا حال زما د ژوند واقیت شو".

په پای کې میرمن زرین مجبوره شوه چې پولیسو ته ورشي او مرسته وغواړي. هغې پولیسو ته دا هم ویلي وو چې میړه او او د خور میړه یې دواړه له طالبانو سره اړیکه لري.

خو برعکس د هغې په وینا پولیسو ورته ویلي "هغه ستا میړه دی او ستا په وړاندې یې بد ندي کړي. غوږونه یې ستا ندي غوڅ کړي، خوله یې نده درته غوڅه کړې او پزه یې هم ستا نده پرې کړې."

د پولیسو د استدلال له اوریدو وروسته میرمن د مور کور ته ځي. څو ساعته وروسته میړه ورپسې راځي او پر مخ یې پر مرمۍ ولي.

میرمن زرین وایي "مرمۍ یې چې پر مخ ولگیده نیم مخ یې رانه یوړ. مخ مې، پزه، خوله، سترگې، غاښونه او زامله ټوله له منځه ولاړل."

د CBC News، په لیکنه په ٢٠١٧ کې د گاردین ورځپاڼې د میرمن زرین په اړه یوه مقاله ولیکله او هڅه یې وکړه چې د میرمن زرین د میړه نظر هم په رپوټ کې ځای کړي، خو میړه یې حاضر نشو چې څه ووایي.

خو د خور میړه یې د گاردین ورځپاڼې ته ویلي دي چې میرمن زرین پخپله پر خپل مخ ډز کړی دی. میړه یې لس میاشتې بندي و او بیا له بنده ازاد شو.

میرمن زرین له پیښې وروسته له بغلان نه د کابل یو روغتون ته انتقال شوه او د هند حکومت په قضیه کې ښکیل شو. بیا د هند حکومت میرمن زرین، د هغې مور او کوچنۍ خور هند ته انتقال کړل، او هلته د دریو کالو په ترڅ کې څو ځلې جراحي عملیات تیر کړل. د هند حکومت یې د درملنې لگښت ورکړ.

بیا په هند کې د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري په قضیه کې دخیله شوه او د متحده ایالاتو نه یې وغوښتل چې میرمن زرین ته پناه ورکړي. د ٢٠١٦ کال په جون امریکا هغوی په مشروطه توگه ومنل.

خو یو کال وروسته میرمن زرین د امریکا د متحده ایالاتو د مهاجرت د ادارې نه یو بل لیک ترلاسه کړ. په لیک کې لیکل شوي وو چې د امنیتي دلیلونو په وجه یې غوښتنلیک رد شوی دی. په لیک کې دا ندي په ډاگه شوي چې د کومو امنیتي دلیلونو په وجه د هغې درخواست رد شوی دی، خو دغه رددیدل ددې سبب شول چې په سویډن کې یې د پناه غوښتنې درخواست هم رد شي.

د میرمن زرین د پناه غوښتنې درخواست د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د واکمنۍ نه شپږ میاشتې وروسته رد شو. ښاغلي ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له رسیدو نه وروسته د مهاجرت نوي مقررات وضع کړل او د امریکا ته د مهاجرت کولو ځنې پروگرامونه یې تعلیق کړل.

بیا د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنرۍ د میرمن زرین د پناه غوښتنې درخواست کاناډا ته ولیږه. د ٢٠١٧ کال په نوامبر کې میرمن زرین په نوي ډهلي کې د کاناډا سفارت ته د مرکې لپاره وغوښتل شوه او څو اونۍ وروسته د کاناډا سفارت میرمن زرین، مور او خور ته یې ویزه ورکړه او په پای کې د ٢٠١٨ کال د جنورۍ د میاشت په ٣٠ د کاناډا ونکوور سیمې ته ورسیدل.

په کاناډا کې د ازادۍ احساس

کله چې میرمن زرین په هند کې اوسیده، د مخ پانسمان او بنداژ به یې ډیر کم لرې کاوه، ځکه ډاریده چې خلک پرې ونه خاندي. خو کاناډا ته له رسیدو وروسته یې نوره دا ویره نه درلوده.

میرمن زرین وایي "بنداژ مې لرې کړ او په ویاړ گرځم. دلته څوک پر ما نه خاندي او دا هغه څه دي چې ځان ډیر په امن کې احساسوم."

د کاناډا حکومت په افغانستان کې د خپل پوځي حضور پر وخت او حتی وروسته له هغې تل هڅه کړې چې د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي.

اوس میرمن زرین د کاناډایي سیاستوالو غواړي چې پدې پوه شي چې په افغانستان کې ډیر کارونه پاته دي چې باید ترسره یې کړي.

میرمن زرین وایي "غواړم هغوی {کاناډایي سیاستوال} پوه شي چې د افغان ښځو ژوند ډیر سخت دی. غواړم هغود همداشان پوه شي چې افغان میرمنې ډیرې غښتلې دي. خو غواړم چې د ښځو پر وړاندې کرکه ختم شي."

میرمن زرین چې له ټپي کیدو دمخه یو تصویر یې ورسره دی وایي چې "دې عکس ته تل گورم چې څه وم او اوس څه شوم. فکر کوم چې څنگه یو نارینه کولای شي داسې کار د یوې ښځې پر وړاندې وکړي. څه ډول یو نارینه زما په څیر یو کس ته داسې زیان رسوي."

XS
SM
MD
LG