د لاس رسي وړ اتصالات

"نارینه د 'نه' په معنې نه پوهیږي"


" زمونږ د ټولنې د تر ټولو لویه ستونز دا ده چې خلک دا فکر کوي چې که نجونې 'نه' ووایي نو د دی معنې دا ده چې که په نجونو فشار راوستل شي نو هغه به ومني"

دا خبرې ٢٠ کلنې زینب قریشي چې نن سبا په پاکستان کې په ټولنیزو رسنیو مشهوره شویده، د امریکا غږ اردو څانگې ته وکړی.

زینب قریشي په پاکستان کې د موسیقۍ د یو مشهور ویبپاڼې پټاري په مشر خالد باجوه د جنسي ځورونې تورونه لگولي دي.

په خالد باجوه دغه ډول تورونه یوې بلې ښځې مهر هم لگولي و.

زینب قریشي د امریکاغږ ته په یوې مرکې کې وویل چې هغه یواځې ١٧ کلنه وه چې خالد باجوه ورسره خبرې شروع کړي وی. هغې وویل چې خالد به ورته د ویبپاڼې هغه سندرې هم لیږلې چې هغه به لا خپرې شوې نه وی.

زینب وویل "خالد به راته د موسیقۍ د محفلونو ټکټونه رالیږل چې ورسره ملاقاتونه وکړي خو کله چې به ورته ما انکار وکړ نو خالد به دیته مجبورولم چې مورپلار ته بهانې وکړم او د کوره راوځم."

زینب وویل چې هغه ډیره کم عمره وه خو بیا هم دومره هوښیاره وه چې پوهه شي چې خالد په هغې فشار اچوي نو ځکه یې خالد په ټولنیزو رسنیو او ټلیفون بلاک کړ.

یوې بلې د کم سن جینۍ مهر چې کله په خالد باجوه د جنسي ځورونو تور ولگاوه نو زینب هم جرات وکړ چې په پاکستان کې د دغه مشهور کس په هکله خپله تجربه هم شریکه کړي.

زینب قریشي وویل،"مونږ چې په کوم ډول ټولنه کې ژوند کوو، ډیره مردسالاره ټولنه ده. زه به ډیره ویریدم چې که چیرته ما دغه خبره د بل چا سره شریکه کړه نو خلک به په ما تور ولگوي چې دغه به زما غلطي وي. ځکه زه چپ وم او ما د خالد په هکله مې هیچ چا ته څه و نه ویل."

هغې وویل چې هغو ټولو میرمنو ته چې د جنسي ځورونو سره مخ دي، پکار ده جرات وکړي او په دغه هکله د خلکو سره خبرې وکړي.

امریکاغږ کوښښ وکړ چې د خالد باجوه سره هم خبرې وکړي خو هغه په ټولنیزو رسنیو خپل اکاونټونه تړلي دي او د ټلیفون ځواب هم نه ورکوي.

د موسیقۍ ویبپاڼې پټاري په خپل ټویټر اعلان کړیدی چې خالد یې د دندې گوښه کړیدی او وایي چې تحقیقات یې پیل کړیدي. پټاري د خپلو مینه والو نه بخښنه غوښتي ده.

راپور: نخبت ملک- اردو څانگه

ژباړه: نزرانه یوسفزۍ

XS
SM
MD
LG