د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ نړیوال جام: نیوزیلنډ بنګله دېش ته ماتې ورکړه


په روان نړیوال جام کې نیوزیلنډ تراوسه درې لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي.
په روان نړیوال جام کې نیوزیلنډ تراوسه درې لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي.

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) نیوزیلنډ بنګله دېش ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

نیوزیلنډ د دغې ۵۰ اوریزې لوبې د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ اچولو پرېکړه وکړه.

بنګله دېش د نهو لوبغاړو په سوځېدو مخالف لوري ته د ۲۴۶ منډو نسبتا ټیټ هدف وټاکه. د نیوزیلنډ ټیم وتوانېد چې په ۴۳ اورونو کې د یوازې دوو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړي.

د نیوزیلنډ توپ اچوونکي لوکي فرګوسن د بنګله دېش درې لوبغاړي وسوځول او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. د نیوزیلنډ د توپ وهلو په برخه کې کې ډریل میچل ۸۹ او کېن ویلیمسن ۷۸ منډې وکړې.

د بنګلدېش دپاره ترټولو زیاتې منډې مشفق الرحیم وکړې. نوموړی په ۷۵ توپونو باندې د ۶۶ منډو کولو وروسته وسوځېدل. محمدالله ۴۱ منډې او شکیب الحسن ۴۰ منډې وکړې.

په روان نړیوال جام کې نیوزیلنډ تراوسه درې لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي.

هند او پاکستان سبا د شنبې په ورځ له یو بل سره مخامخ کیږي.

په دغه جام کې افغانستان تر اوسه دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي. د افغانستان دریمه لوبه د یکشنبې په ورځ له انګلنډ سره ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG