د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د پولیو محیطي څارنه پراخه کړې ده


د افغانستان په خیتځ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د څلورو پرله پسې مثبتو پیښو د ثبت وروسته د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې په دغه هیواد کې یې د پولیو ویروس محیطي څارنه زیاته کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا ۲۱) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دغه سازمان په پولیو ناروغۍ د اخته شوو ماشومانو څخه هم محیطي څارنه پراخه کړې ده.

دغه سازمان لیکلي: "اوس مهال مونږ په ټول افغانستان کې د فاضله اوبو د نمونو د ټولولو لپاره ۳۷ ساحوي سایټونه لرو او په ټولنه کې د پولیو ویروس شتون ارزونه کوو".

افغانستان کې په روان کال کې تراوسه د پولیو ویروس څلور مثبتې پیښې پاکستان سره په سرحد کې په پروت د ننګرهار د ولایت د بټي کوټ، نازیان او بهسودو په ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د ننګرهار ولایت او په مجموع کې په ختیځ کې پراته ټول ولایتونه د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د ویروس د لوړ ګواښ سره مخ دي، ځکه، چې ددغه وزارت د معلوماتو پر اساس دمخه په دغه سیمه کې د ماشومانو د ګوزڼ محیطي پیښې موجودې وې او هم د ککړ چاپریال په ناپاکو اوبو کې د پولیو ویروس شتون ثبت شوی و.

همداشان دغه وزارت ویلي، چې په ککړ چاپیریال کې د پولیو ویروس شته دی او کله، چې ماشومان په دغسې یو چاپریال کې لوبې کوي په پولیو ناروغۍ اخته کیږي.

د پولیو د اضطراري ملي مرکز عملیاتي رئیس ډاکټر نیک ولی شاه مومن ویلي، چې د پولیو د ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره یوازې د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ ضد واکسین پروګرام کافی نه دی، بلکې د حفظ الصحې امکانات هم باید چمتو شي.

ډاکټران وايي، چې پولیو ناروغۍ علاج نلري او یوازې د حفظ الصحې په مراعات کولو او د پولیو واکسین په تطبیق کولو سره یې مخنیوی کیدای شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو ویروس د کنټرولو لپاره تراوسه په ټول افغانستان کې څو ځلې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاینونه تطبیق کړي دي.

دغه وزارت ویلي، چې په ختیځو ولایتونو کې د پولیو د تازه ثبت شوو پیښو وروسته به د عمومي کمپاینونو ترڅنګ احتصاصي او فرعي کمپاینونه هم ترسره کړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې په هغو دوو هیوادونو کې شامل دي، چې لا هم پولیو ویروس په کې د ماشومانو ژوند ګواښوي.

تیر۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د پولیو ویروس دوه پیښې په کونړ او د پکتیکا په ولایتونو کې ثبت شوې وې. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG