یو شمېر کسان په دې باور دي چې جنسي ستونزې ډېر کله د غذايي موادو د کمښت او یا د ځينو غذاو د نه خوړلو او یا کمو خوړلو له امله رامنځته کیږي، له دې امله یو شمېر معتبرو منابعو د هغو غداو په اړڅېړنې کړی چې خوړل یې د انسانانو د جنسي پیاوړتیا لامل ګرځي.
د غذایي موادو څېړونکو یو شمېر هغه غذايي مواد معرفي کړي چې خوړل یې د انسانانو د جنسي قوت زیاتېدو سره مرسته کوي.
- کنجدي:د انتي اکسیدانتي قوي خاصیت لري او تناسلي الو ته د وینې جریان په چټکۍ سره رسوي، دغه مشهوره غذايي دانه د فینول کیمیاوي ترکیبونو په لرلو سره انسان پر جوش او مست ساتي، ددې ترڅنګ کنجدي د هورمون او استروجن کیمیاوي موادو په لرلو سره د مکروب، ویروس او سرطان ضد خاصیت لري.
د تر سره شوو څېړنو په اساس کنجدي د شحمي او میګا۳ اسیدونو په لرلو سره د زړه، رګونو او شهوت د فعالیت ښه کېدو سبب ګرځي، کنجدي همدارنګه د ارجینین پروتین د ترکیب په لرلو سره د وینې جریان ښه کېدو سبب ګرځي او سپرم ښه ساتي.
- صدف خواړه:دغه سمندري غذا زینک څخه ډکه ده، هغه منرال چې دجنسي سلامتیا لپاره ډېر مهم بلل کیږي، زینک په بدن کې د تستوستیرون هورمون په تولید کې مرسته کوي، د علمي څېړنو په اساس دغه هورمون د جنسي پیاوړتیا سبب ګرځېدلی او همدارنګه د تایراید هورمونو په تولید کې چې د بدن انرژي تنظیم کوي هم مرسته کوي.
دغه مشهور سمندري خواړه له ډير وخت راپدېخوا د یاد تاثیر له امله زیات کارول کیږي.
- د کډو خسته: د زیات اندازې زینک، مګنیزیم، د وینې فشار ضد مغذیاتو په لرلو سره د زړه سلامتیا تضمینوي چې دا ټوله د انسان پر جنسي سلامتیا هم تاثیر کوي.
علمي څېړنو ښودلې چې د کډو په خسته کې د شحمي تېزاب او میګا۳ په موجودیت سره د زړه د سلامتیا، د یو شمېر نسايي تکلیفونو او د نارینوو د پروستات غدې په فعالیت کې هم ګټوره ثابته شوې ده.
- د انار دانه: له فینول پولي څخه ډکه ده، دا هغه کیمیاوي مواد دي چې د وینې د لوړ فشار، زړه ناروغیو او سکتې د خطر کمېدو لامل ګرځي، داسې انګېرل کیږي چې پولي فینولونه د ویني رګونو د استراحت لامل ګرځي او د وینې جریان کې د مغز، زړه او تناسلي الو ته د ښه کېدو سبب ګرځي.
د انارو په دان کې د پولي فینول موجودیت د بدن د دفاعي سیستم د تقوې سبب ګرځي، او همدرانګه د مصروف کوونکو خُلق او طبعیت هم خوشاله ساتي، د علمي څېړنو له مخې د انارو په دانو کې موجود ویټامینونه په ځانګړي ډول ویټامین سي د استرس کمېدو سبب ګرځي او جنسي مقامت قوي کوي.
- اوکادو:چې د تمساحي په نوم سره هم مشهوره ده، دغه مېوه له ویټامین «اي» څخه ډکه ده، د انتي اکسیدانتي قوي خاصیت لري د وینې رګونو په نرمولو، د زړه او رګونو ناروغیو د خطر په کمولو کې مرسته کوي.
همدارنګه په اوکادو کې د پتاشیم موجودیت د شهوت او جنسي قوت پیاوړي کېدو سبب ګرځي، د علمي څېړنو له مخې اکادو کارول همدرنګه د سپرم د «ډي این، اې» د تخریب مخه هم نیسي.
خو غذايي څېړونکې سپارښتنه کوي چې اکادو دې خام یا اوم وخوړل شي، ځکه حرارت ورکول د هغه غذايي ارزښت کموي.
له دې سره سره چې د دغو غذاو خوړل دانسان د بدن په ځانګړي ډول د زړه او رګونو د سلامتۍ لپاره ګټور بلل شوي پوهان سپارښتنه کوي چې په خوړلو کې باید احتیاط وشي او زیات ونه خوړل شي، کیدایشي ځينې نورې ستونزې هم رامنځته کړي.