د لاس رسي وړ اتصالات

ډبلیو اف پي: نږدې دوه میلیون افغانانو سره مو مرستې کړي


د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) وايي د روان میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې د افغانستان په ننګرهار، خوست او فاریاب ولایتونو کې له نږدې دوه میلیون کسانو سره د خوراکي مادو مرسته کړې ده.

دې سازمان ویلي چې روانه میاشت یې د ننګرهار ولایت د ګوشتې په ولسوالۍ کې له ۲۶۰۲ زیانمنو کورنیو چې زیاتې ښځي وې د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په دې سره په روان میلادي کال کې په ننګرهار ولایت کې له نږدې یو میلیون کسانو سره د خوراکي توکو مرستې کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې په تیره میاشت کې د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې هم پر ۴۰۰۹ اړمنو کورنیو بشري مرستې وېشل شوي دي.

د خوړو نړیوال سازمان نن پنجشنبه جون دوهمه (غبرګولې ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "سږ کال د خوړو نړیوال پروګرام په فاریاب ولایت کې نږدې ۷۰۷۰۰۰ کسانو ته رسیدګي کړي."

یاد سازمان همدارنګه زیاته کړې چې روانه اونۍ یې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې هم پر ۲۴۵۰ کورنیو بشري مرستې وېشلي دي چې په دې سره په روان کال کې په دغه هیواد د خوړو نړیوال پروګرام له لارې ۲۲۵۰۰۰ کسانو سره د خوراکي موادو مرستې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وړمه ورځ وویل چې په جون میاشت کې ۱۸میلیون افغانان خوراکي توکو ته بېړنۍ اړتیا لري، خو وايي دغه سازمان یوازې د ۱۰ میلیون خلکو لپاره پیسې لري.

د خوړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مدیر ډیویډ باسلي د سه شنبې په ورځ مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له دې سره هم مهاله د خوراکي او سونګ توکو بیې او انتقال هم د لوړېدو په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې چې یاد سازمان د اړمنو خلکو اړتیاو ته د رسېدو لپاره ۱.۲میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې اداره په یوه ګډ راپور کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان نژدې ۲۰ میلیون خلک چې د دغه هیواد شاوخوا نیمايي نفوس کیږي له سختې لوږې سره مخامخ دي.

دغه راپور چې د مۍ نهمه (غوايي۱۹) خپور شوي پکې راغلي وو که څه هم بشري مرستو په ژمي کې د انساني فاجعې مخه ونیوله، خو زیاتوي چې اوس هم په دغه هیواد کې په بېساري ډول لوږه موجوده ده.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته نړیوالې ټولنې او مرستندوی هیوادنو له دغه هیواد سره خپلې مرستې بندې او یا هم کمې کړې چې له امله یې دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخامخ شو.

XS
SM
MD
LG