د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: نیمرزو کې د طالبانو والي او د القاعده شبکې غړي وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان دفاع وزارت وايي د نیمروز له مرکز زرنج څخه د طالبانو پر شا تمبولو عملیات دوام لري او په خبره یې په دغې جګړې کې د القاعده د غړو په ګډون ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن شنبه اګست اوومه (زمري ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې د نیمروز لپاره د طالبانو تش په نوم والي عبدالخالق مشهور په «اکا عابد» د القاعده شبکې له ۳۰ وسله والو سره وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د القاعده شبکې وژل شوي غړي د پاکستان هیواد د پنجاب اتباع دي.

ښاغلي امان وویل چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا له طالبانو څخه د زرنج ښار د ځينو سیمو د بیرته نیولو عملیات روان دي چې په خبره یې ډېر ژربه یادې سیمې ورڅخه ونیول شي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د نیمروز لپاره د خپل والي او نورو وسله والو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

تیره ورځ د نیمروز مرستیال والي حاجي نبي براهوي امریکا غږ ته وویل چې وسله وال طالبان د نیمروز ولایت مقام ته داخل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ملي امنیت ځواکونو له طالبانو سره د یوه ساعت لپاره مقاومت کړی دی.

د نیمروز مرستیال والي زیاته کړه چې اوس مهال یوازې چهاربرجک او د دل ارام ولسوالۍ ځینې برخې د افغان ځواکونو په کنټرول کې دي.

XS
SM
MD
LG