د لاس رسي وړ اتصالات

ساینس پوهان: د کروناوېروس واکسین ښايي تر سپټمبر پورې جوړ شي


د اکسفورد پوهنتون کارپوهانو ویلي چې ښایي د کروناویروس واکسین د روان کال د سپتمبر په میاشت کې جوړ شي.

د نړۍ د مختلفو هیوادونو څخه ساینس پوهانو د امریکا غږ په یوه ویدیویي غونډه کې د اکسفورد پوهنتون دغه وروستي معلومات خورا هڅونکي بللې دي او هیله یې څرګنده کړې چې ښایي ددغو هڅو په نتیجه کې د کروناویروس درمل له ټاکل شوي وخت دمخه وموندل شي.

کارپوهانو وویل، تر هغه چې واکسین د ۶۰ نه تر ۷۰ فیصده نفوس باندې نه وي تطبیق شوی تر هغه به خلک ددې وبا له ګواښ سره مخامخ وي.

د امریکا غږ ددغه ویدییې غونډې نور حال د ګالیا نورستاني په رپوټ کې دلته کتلی شئ:

کروناویروس؛ د امریکاغږ نړیواله ویدیویي غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

XS
SM
MD
LG