د لاس رسي وړ اتصالات

ویاگرا په افغانستان کې – له انلاین تبلیغ تر غیرقانوني خرڅلاو


د جنسي هڅونې لپاره د ویاگرا یا سلدنافیل څخه خپلسره استفاده مصونه نده او په قلبي ناروغیو او د وینې په فشار باندې اخته کسانتر ډېره دغه درمل کاروي.

ډاکټران وايي چې د دغه درمل خپلسري کارول د زړه د حملې، د وینې د فشار د لویدلو او حتی د مړینې سبب کېدی شي.

پدې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ویاگرا نه استفاده کول زیات شوي چې دې درملو ته د مشتریانو اسان او د ډاکتر له نسخې پرته لاسرسی او په اړه یې انلاین تبلیغات عمده دلایل دي.

ویاگرا د جنسي کمزورۍ درمل دي چې باید د ډاکتر په سپارښتنه ناروغ ته زمینه برابره شي، خو په افغانستان کې خلک په اسانۍ او له نسخې پرته کولای شي دغه درمل له درملتونونو او حتی په لارو او کوڅو کې له گرځنده سوداگرو واخلي.

د کابل د یو درملتون خاوند وایي تر اوسه یې حتی یوه بسته وایگرا هم د ډاکټر په نسخه نده پلورلې خو په سلگونو بستې یې په ازاده او د ډاکټر له لارښونې پرته خرڅې کړې دي.

هغه چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د امریکا غږ ته وویل "پیردونکي ډاکټر ته نه ځي، په مستقیمه راځي او اخلي یې، ځینې یې په وار وار راځي او دغه درمل وړي".

خپلسرې استفاده

یو نارینه چې ځان یې د امریکا غږ ته په مستعار نوم شفیع معرفي کړ په وینا یې هیڅ جنسي ستونزه نلري او یواځې د جنسي مقاربت نه د زیات خوند لپاره په خپلسر دغه درمل استعمالوي.

هغه وایي هیڅکله ترې ددغو درملو خرڅوونکو د ډاکټر نسخه نده غوښتې او د درملو د زیان په اړه یې هم خبرداری ندی ورکړی.

د افغانستان د روغتیا وزارت هم مني چې سلدنافیل یا وایگرا په غیر قانوني توگه په بازار کې پلورل کیږي.

ددې وزارت ویاند وحیدالله مایار، د امریکا غږ ته وویل چې د سلدنافیل او د جنسي محرکو نورو درملو خرڅلاو د ډاکتر له نسخې پرته غیر قانوني دی او همداشان په اړه یې تبلیغ هم غیر قانوني دی چې باید ترې ډډه وشي.

انلاین تبلیغ

سربیره پر دې چې ویاگرا په بازار کې په غیر قانوني او د ډاکتر له نسخې پرته خرڅیږي په ټولنیزو شبکو او انټرنیټ کې یې هم تبلیغ کیږي.

ددغو ټولنیزو پاڼو چلوونکي ددې جنسي هڅونکو موادو او گولیو ټول مشخصات لیکي او د اړیکو نمرې هم مشتریانو ته وړاندې کوي.

ښاغلي مایار وویل د افغانستان د روغتیا وزارت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت په همکارۍ ددغو پاڼو د تړلو هڅه کوي.

روغتیایي پایلې

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وایي چې د ویاگرا نه خپلسره استفاده ناوړه روغتیایي عواقب لري او باید په اړه یې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي.

ښاغلي مایار وویل چې د سلدنافیل یوه جانبي عارضه د بدن د رگونو تنگیدل دي او هغوی چې قلبي او عروقي ناروغۍ لري د خپلسره گټې اخیستنې په صورت کې ښایي د زړه له حملې سره مخامخ شي.

ویاگرا یا سلدنافیل څه شئ دی؟

ویاگرا یا سلدنافیل چې په طبي نړۍ کې یې انقلاب رامنځ ته کړ، په عمومي توگه د نارینو د تناسلي الې د جگیدو د درملنې لپاره کارول کیږي. دغه درمل په ۱۹۹۸ کال کې بازار ته وړاندې شول او په ۲۰۱۲ کال کې یې خرڅلاو څه دپاسه دوه میلیارد ډالرو ته ورسید.

خو ویاگرا مصوونه نده او په ځانگړو شرایطو کې کولای شي د نورو جانبي عوارضو تر څنگ په بیړه د وینې د فشار د ښکته کیدو، د نارینه د تناسلي الې د دوامداره جگیدو چې سخت درد ورسره وي او حتی ناڅاپه د سترگو د دید او اوریدو د حس له لاسه ورکولو سبب شي.

XS
SM
MD
LG