د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د خپلو متقاعدو پوځیانو د یاد ورځ نمانځي


نن پنچشنبه د نومبر ۱۱ د امریکا د متقاعدو او پخوانیو سرتیرو د یاد ورځ ده. پدې ورځ امریکایان د خپلو هغو نارینو او ښځو د کار او سرښیندنو درناوی کوي چې د پوځ په لیکو کې یې خدمت کړی دی.

د پخوانیو سرتیرو د یاد نمانځلو ورځ چې دمخه د «مترکې» ورځ یادیدله، په امریکا کې په دې ورځ عمومي رخصتي وي.

سږکال همداشان په امریکا کې د بې نومه سرتیري د یادګاري څلي سلمه کلیزه هم ده، هرکال په میلیونونو کسان په واشنګټن ډي سي کې ددغه څلي لیدلو ته ځي.

پدې ورځ نه یواځې امریکایان بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یو شمیر نور خلک هم د هغو خلکو درناوی کوي چې خپلو هیوادونو ته یې په پوځي یونیفورم کې د جګړو او سولې پر وخت خدمت او سرښیندنې کړې دي.

د ۱۹۱۸ د نومبر په ۱۱ نېټه، له څلورو کلونو وروسته په لومړۍ نړیوالې جګړې کې له غرمې یو ساعت دمخه متارکه وشوه چې جګړه ختمه شي او پدې توګه د دغه کال د ۱۱ میاشتې په ۱۱ ورځ په ۱۱ بجو جګړه ودریدله. که څه هم چې لومړنۍ نړیواله جګړه په رسمي توګه د ۱۹۱۹ کال د جون په ۲۸ د وارسای تړون په اساس ختمه شوه، خو په عامه توګه داسې ګڼل کیږي چې دغه جګړه د ۱۹۱۸ کال د نومبر په ۱۱ پای ته رسیدلې ده.

د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو یو کال وروسته د متحده ایالاتو [د هغه وخت] ولسمشر ویډرو ویلسن د نومبر ۱۱ د جګړې د پای ته رسیدو د تړون د نمانځنې ورځ اعلان کړه. په ۱۹۵۴ کال کې د متحده یالاتو ولسمشر ډوایت آیزنهاور، ددغې ورځې نمانځل پراخ کړل ترڅو د ټولو هغو کسانو درناوی وشي چې هم په جګړه کې او هم په سوله کې یې په پوځي یونیفورم کې خدمت کړی دی.

په امریکا کې پدې ورځ رسم ګذشتونه او عامه غونډې کیږي او د سهار په ۱۱ بجو ټول خلک د هغو کسانو د درناوي لپاره څو شیبې چوپتیا غوره کوي چې په جګړو کې یې برخه اخیستې وه.

دا ورځ اکثر هغه هیوادونه هم نمانځي چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکیل وو.

XS
SM
MD
LG