د کوزې پښتونخوا وتلي سیاستوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي عثمان کاکړ په روغتون کې ساه ورکړه.
د پښون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ او ځنیو نورو پښتنو ملتپالو د هغه مړینه تائید کړې ده.
ویل کیږي چې هغه نن دوشنبه جون ۲۱ (غبرګولې ۳۱) په روغتون کې پر سر او بدن د اخیستو زخمونو له امله ساه ورکړې ده.
عثمان کاکړ څو ورځې مخکې په کوټه کې پخپل کور کې غورځېدلی او ویل کیږي چې پر سر لګېدلی و. هغه اوس مهال د پاکستان په جناح روغتون کې بستر و.
عثمان کاکړ د پاکستان د بلوچستان د سنا غړی او پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر و.
ښاغلی کاکړ له ۲۰۱۵ څخه بیا د روان ۲۰۲۱ تر مارچ پورې د پاکستان د پارلمان غړی و او تل یې د پښتنو د حقوقو د تامین لپاره مبارزه کوله.
هغه د دې ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غړی هم و.
عثمان کاکړ په ۱۹۶۱ کال د کوټې په مسلم باغ کلا سیف الله کې زېږېدلی و او د بلوچستان پوهنتون د حقوقو له پوهنځی څخه فارغ و.
په افغانستان او پاکستان کې ګڼو سیاستوالو او عامو کسانو پر ټولنیزو رسنیو د هغه د مړینې په اړه خواشیني ښودلې او مړینه یې لویه ضایعه بللې ده.
په افغانستان کې د باور غورځنګ مشر نجیب الله ازاد د عثمان کاکړ مړینه نه ډکېدونکې تشه بللې ده: "شهید عثمان کاکړ خپل ټول ژوند د پښتون قام په راوېښولو او د فکري او شعوري سیاست پر کولو تېر کړ. د نوموړي مړینه نه ډکېدونکې تشه ده."