د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهوري ریاست انتخاباتو کې اوکراین سره د امریکا مرستې څومره مهمه موضوع ده؟


د روسیې د یرغل راپدیخوا امریکا د اوکراین سره د څه باندې ۴۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو ژمنه کړې.
د روسیې د یرغل راپدیخوا امریکا د اوکراین سره د څه باندې ۴۳ ملیاردو ډالرو په ارزښت د نظامي مرستو ژمنه کړې.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې پخپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ، متحده ایالاتو د کیف سره د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ ملیاردو څخه ډیرې دا مرستې یې نظامي دي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان دواړه یې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ کوي خو دا چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات نږدې کیدونکي دي، د رای ورکوونکو لپاره ښایي د اوکراین سره مرستې چندانې مهمه موضوع نه وي.

پدې انتخاباتو کې کاندیدان هم د رای ورکوونکو د زړونو ګټلو لپاره یوازې د اوکراین سره په مرستو ډیر ټینګار نکوي.

د امریکا اقتصاد، روغتیایي خدمات، کډوالي، د سقط جنین حقوق او ځیني نور کورني موضوعات هغه څه دي چې امریکایي رای ورکوونکي ورته ډیر پام کوي او د همدې موضوعاتو له مخې د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل د خوښې کاندید غوره کوي.

د انتخاباتو څارونکي پدې باور دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کارګره طبقه د اوکراین د جګړې لګښتونو په هکله اندیښنه لري او د پخوا په څیر یې ملاتړ نکوي.

یوه نظر پوښتنه چې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال په سر کې شوې وه، د هغو دموکراتانو شمیر چې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ یې کاوه، د ۷۱ سلنې څخه ۶۳ سلنې ته راټیټ شوی ، پداسې حال کې د جمهوري غوښتونکو شمیر بیا د ۵۳ سلنې څخه ۳۹ سلنې ته راټیټ شوی و.

آن د کانګرس د استازو په مجلس کې لسګونو جمهوري غوښتونکو استازو او څو سناتورانو د اوکراین سره د نورو مرستو په هکله شک څرګند کړی او پدې هکله یې منفي رایې ورکړیدي.

ډیر شمیر جمهوري غوښتونکي ځانونه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پورې تړي ځکه هغه د نورو هیوادونو په چارو کې د امریکا په ورګډیدو اعتراض درلود.

د جمهوري غوښتونکو ګوند د کاندیدانو په لومړنۍ مناظرې کې هم څرګنده شوه چې د اوکراین سره د متحده ایالاتو د مرستو په هکله هغه شان ملاتړ نور نشته چې پخوا دواړو ګوندونو درلود او دا چې انتخاباتي مبارزې به نورې هم تودې شي، د اوکراین سره مرستې به هم په یو آزمایښت بدلې شي.

د جمهوري غوښتونکو کاندیدانو تیره چارشنبه دوه ساعته مناظره کې د اقتصاد، اقلیمي بدلونونو، د جنین سقط او امریکا د بهرنیو سیاستونو برسېره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه چې یو ځل بیا ولسمشرۍ ته کاندید دی، تاوده بحثونه وشول.

پدې مناظرې کې ویویک راماسوامي د اوکراین سره د امریکا د ملاتړ په اړه پوښتنې وکړې او ویې ویل چې چین د روسیې په پرتله امریکا ته لوی ګواښ دی. خو د نیکي هیلي په ګډون یو شمېر نورو کاندیدانو د روسیې د یرغل په خلاف اوکراین سره د ملاتړ غوښتنه وکړله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG