د لاس رسي وړ اتصالات

تامس ویسټ: د طالبانو سره په هر ډول تعامل کې باید بشري حقونه مرکزي ځای ولري


د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ ډسمبر ۱۰ (لیندۍ ۱۸) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لا هم په افغانستان کې افغان نجونې او میرمنې د پوهنې، کار، ګرځیدو راګرځیدو او سیاسي ژوند کې د "بې دفاع محدودیتونو" سره مخ دي.

ښاغلي ویسټ همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو او د دې هیواد د اوسیدونکو لپاره د بیان آزادۍ ساحه تنګه شوې.

د متحده ایالاتو دې ځانګړي استازي ویلي چې د طالبانو سره د هر ډول پروګرام په جوړولو او دپلوماسۍ کې باید بشري حقونه مرکزي ځای ولري.

هغه ویلي، "مونږ باید د طالبانو او ټولو افغانانو سره په هر تعامل کې بشري حقونو ته مرکزي ځای ورکړو".

د بشري حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو وروسته په دې هیواد کې پر ښځو سخت مقررات وضع کړل، د یو څو دفترونو په استثنا ښځې په دولتي ادارو کې له کار کولو منع شوې دي، د نجونو لپاره منځني او عالي ښوونځي تړل شوي او ښځو ته امر شوی چې له شرعي محرم پرته سفر ونه کړي.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي د دې څرګندونو څخه وړاندې د امریکا سفارت شارژدافیرې د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو او نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

کرن ډیکر پدې هکله په ټویټر کې لیکلي: «متحده ایالات د جنسیت، توکم، مذهب او د هغوی د وړتیا پرته د ټولو افغانانو د حقونو ملاتړ کوي. موږ پرون د افغانستان د بشري حقونو له مدافعینو سره خبرې وکړې، تر ټولو زړور خلک چې زه یې پېژنم. هغوی تعلیم ته د لاسرسي، د کار کولو حق او د افغانستان د مختلفو وګړو د ملاتړ دفاع کوي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت خورا جدي بللی او له طالبانو یې غوښتي ټول هغه اقدامات لغو کړي چې د افغانانو اساسي حقوق په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.

یوناما د شنبې په ورځ، د ډسمبر په لسمه (لیندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې طالبان په عام محضر کې د تورنو د وهلو په څېر د جسمي مجازاتو کارولو ته وده ورکوي، چې «دا یو ډول ظلمانه، غیر انساني یا د سپکاوی ډک چلند دی او له همدې امله د یو شمیر نړیوالو تړونونو او کنوانسیونونو له مخې چې افغانستان یې غړی هیواد دی، منع شوي دي

XS
SM
MD
LG