د لاس رسي وړ اتصالات

 
امریکایي چارواکو طالبانو سره په لیدنې کې افغانستان کې په بشري وضعیت اندیښنه ښودلې

امریکایي چارواکو طالبانو سره په لیدنې کې افغانستان کې په بشري وضعیت اندیښنه ښودلې


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ، د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او په قطر کې د افغانستان ماموریت لپاره د متحده ایالاتو د سفارت شاردافیرې کرن ډیکر د طالبانو جګپوړو استازو او مسلکي ټکنوراتانو سره د دوو ورځو لپاره کتلي دي.

دې وزارت په اعلامیې کې ویلي چې غونډه د روانې جولای میاشتې په ۳۰ مې او ۳۱ مې د قطر په پایتخت دوحې کې شویده او په "مهمو ګټو" پکې خبرې شویدي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکایي چارواکو پدې غونډې کې د افغان ولس د ملاتړ لپاره د اعتماد جوړولو لارې چارې په ډاګه کړلې.

د بهرنیو چارو وزارت همدرانګه ویلي چې په غونډې کې امریکایي پلاوي په افغانستان کې د بشري ناورین په هکله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او د بشري اصولو سره سم یې د خیریه مؤسسو او ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره ملاتړ څرګند کړ چې افغانانو ته بشري مرستې رسوي.

د اعلامیې له مخې امریکایي چارواکو پدې غونډې کې د طالبانو څخه د هغو پالیسیو بدلولو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د بشري وضعیت خرابیدو سبب شویدي، په ځانګړې توګه د میرمنو، نجونو او هغو افغانانو په برخې کې چې د خطر سره مخ دي.

امریکایي چارواکو همدانګه د طالب استازو سره په غونډې کې د نیول کیدو، د مطبوعاتو ځپلو او مذهبي مناسکو باندې د محدودیتونو وضع کیدو په هکله جدي اندیښنه څرګنده کړې.

په اعلامیې کې ویل شوي چې امریکا د افغان ولس د دې غوښتنې ملاتړ کوي چې د حقونو درناوی غواړي او دا چې هیواد په راتلونکې کې د هغوي غږ واوریدل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې پدې دوه ورځنۍ غونډې کې "د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخیستلو، تورو لیستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وشوې ."

د افغانستان د مرکزي بانک او مالیې وزارت استازو هم پدې غونډې کې د امریکایي چارواکو سره کتلي دي او د افغانستان د اقتصادي وضعیت او بانکي سکتور کې د ستونزو په هکله یې ورسره خبرې کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې راغلي چې امریکایي چارواکو پدې غونډې کې په افغانستان د شیانو د نرخونو رالویدل او په ۲۰۲۳ کال کې د صادراتو او وارداتو لپاره د اموالو ډیریدو یادونه وکړله او د اقتصادي ثبات په هکله د تخنیکي خبرو لپاره یې چمتوالی وښود.

طالبانو همدارنګه پدې غونډې کې یو ځل بیا ژمنه وکړله چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د متحده ایالاتو او متحدینو پر ضد یې کار واخلي.

امریکایي چارواکو همدرانګه د طالبانو څخه د هر ډول قید او شرط پرته د هغو امریکایي اتباعو خوشې کیدل غوښتي چې د طالبانو سره بندیان دي او دا یادونه یې هم کړې په بند کې د دې کسانو ساتل کیدل د مثبت تعامل په مخکې یو مهم خنډ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG